د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پکتیکا سره د ۹۶ مېلېونه افغانیو طبي توکو مرسته وشوه


په دې وسایلو کې ۱۲د لمریزې برښنا یخچالونه، ۱۰ د اکسیجن د جوړولو ماشینونه، د لاس مینځلو صابونونه او د ماشومانو کېټونه شامل دي
په دې وسایلو کې ۱۲د لمریزې برښنا یخچالونه، ۱۰ د اکسیجن د جوړولو ماشینونه، د لاس مینځلو صابونونه او د ماشومانو کېټونه شامل دي

د افغانستان د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست ته د ملګرو ملتونو ماشومانو د ملاتړ صندوق یا UNICEF لخوا د څه باندې ۹۶ میلیونه افغانیو په ارزښت روغتیايي وسایل ورکړل شول.

په دې وسایلو او توکو کې د لمریزې برېښنا څخه کاریدونکي یخچالونه، د اکسیحن جوړونکي ماشینونه، د لاس مینځلو صابون او د ماشومانو کېټونه شامل دي.

د پکتیکا عامې روغتیا چارواکي وايي، دوی پخوا د لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو په زیاترو روغتیايي مرکزونو او کلینکونو کې د واکسینو ساتلو لپاره یخچالونه نه درلودل او هر سهار به د واکسیناتورانو په لاس ورلیږل کیدل.

د اګست پر ۲۷مه د پکتیکا عامې روغتیا رئیس ډاکټر اسدالله رسولي د یونسیف څخه د یادو وسایلو او توکو د ترلاسه کولو په ناسته کې مشال راډیو ته وویل، له دې سره به هغه ستونزې چې له دې مخکې په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې موجودې وې، څه نا څه حل شي.

ډاکټر اسدالله رسولي زیاته کړه، مخکې به هره ورځ د دوی د ولسوالیو له روغتونونو او روغتیايي مرکزونو وړو کلینکونو ته د واکسیناتورانو په واسطه واکسین لیږل کیدل، نو تر دې وروسته به ټولو روغتیايي مرکزونو کې دا سولري یخچالونه موجود وي.

د عامې روغتیا رئیس وویل، د یونسیف لخوا ورکړل صابونونه به هم په کورنیو وویشي، تر څو له دې څخه د ساري بیماریو د ځان ساتنې لپار څخه ګټه واخلي.

د پکتیکا حکومتي چارواکو د یونسیف ادارې دا اقدام وستایه او دا يې د خلکو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مهم پرمختګ یاد کړ.

له دې مخکې د روغتیا وزارت هم د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست ته د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه اندازه طبي توکي ورکړي ول.
له دې مخکې د روغتیا وزارت هم د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست ته د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه اندازه طبي توکي ورکړي ول.

د پکتیکا مرستیال والي شیربادشاه ارګوني د عامې روغتیا ریاست غوښتنه وکړه، چې مرسته شوي طبي توکي د اړتیاوو پر بنسټ روغتیايي مرکزونو ته ورکړي او ساتنې ته يې جدي پاملرنه ولري.

د چارواکو په وینا په ورکړل شویو طبي وسایلو کې ۱۲د لمریزې برېښنا یخچالونه، ۱۰ د اکسیجن ماشینونه، د لاس مینځلو صابونونه او د ماشومانو کېټونه شامل دي.

مسوولین وايي، له دې مخکې د روغتیا وزارت هم د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست ته د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه اندازه طبي توکي ورکړي ول.

پکتیکا د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې خلک يې روغتیایي اسانتیاوو ته کم لاسرسۍ لري.

په پکتیکا کې د معالجو ښځینه ډاکټرو زیات کمښت د روغیتا د برخې له اساسي ستونزو څخه ګڼل کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG