د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان باید پخوا پر طالب مشرانو بندیزونه لګولي وای: افغان حکومت


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر درېمه په اسلام اباد کې د افغان طالبانو له پلاوي سره لیده کاته کړي وو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر درېمه په اسلام اباد کې د افغان طالبانو له پلاوي سره لیده کاته کړي وو

کابل - د افغانستان حکومت وايي، پاکستان باید پر طالب مشرانو خپل اوسني لګول شوي بندیزونه لا ډېر پخوا وضع کړی وای.

افغان حکومت وايي اوس هم د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان صادقانه همکارۍ او عمل ته په تمه دی.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۲مه ناوخته په یوه بیان کې وویل، پر طالبانو د بندیز په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک په بشپړ ډول اجرا کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد چوهدري ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دا قانوني خبرتیا د ۲۰۲۰م کال د اګست پر ۱۸مه خپره شوې وه.

د ده په وینا، په وار له مخه اعلان شویو بندیونو کې بدلون نه دی شوی بلکې د دې قانوني خبرتیا هدف یوازې د هغو بندیزونو ټینګول دي.

زاهد چوهدري‌ ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر طالبانو، اړوندو ډلو او افرادو د بندیزونو په اړه کمېټۍ لري.

د ده په وینا ، دا کمېټۍ چې څه بدلون کوي نو د پاکستان په ګډون نور ملکونه هغه بندیزونه عملي کوي.

هغه زیاته کړې چې په دې وروستیو کې پر دې ډله په لګېدلیو بندیزونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه ‌پال د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د پاکستان په صادقانه عمل پورې تړلې ده.

ده وویل، "له پاکستانه د افغان حکومت غوښتنه ډېره روښانه وه او ده. د ترهګرۍ ملاتړي او پټنځایونه د دوی په خاوره کې دي. موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان صادقانه او عملي اقدامات غواړو."

دوا خان مینه پال وویل، د طالبانو د مشرتابه پر وړاندې باید ډېر مخکې داسې ګامونه اخیستل شوې وای.

ده زیاته کړه چې "موږ بیا هم په خپل دریځ ټینګار کوو چې له ترهګرۍ سره مبارزه په صادقانه او عملي اقداماتو پورې تړاو لري."

پاکستان د افغان او نړیوالو چارواکو دا تور تل رد کړی دی چې ګواکې په افغانستان کې حکومت ضد جنګېدونکي وسله وال په پاکستان کې پټنځایونه لري.

طالبانو هم د پاکستان دې عمل ته غبرګون ښودلی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین له خولې لیکلي چې"د مذاکراتي ډلې پر ټولو غړیو بندیزونه د افغانستان د سولې بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي. "

خو سهېل شاهین مشال راډیو سره خبرو کې دا هم وویل چې "دا بندیزونه مخکیني دي او د ملګو ملتونو له خوا د سیاسي دفتر د مذاکراتي ډلې له غړو او مشرتابه دا بندیزونه څه موده مخکې د لنډ وخت لپاره لېرې شوي. "

د دې بندیزونو د عملي کېدو خبره داسې مهال مخې ته راغلې چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه کړې او د افغانانو خپلمنځي خبرو د پیل په اړه هم مثبت نظریات شته.

خبري اژانس اسوشېټېډ پرېس لیکلي، تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو منځنۍ اسیا ته د خپل سفر پر مهال قطر ته هم لاړ شي.

د اژانس په لیکنه، ممکنه ده چې نوموړی هلته له طالب مشرانو سره له افغانستانه د بهرنیو عسکرو پر وتو او د افغانانو ترمنځ د خبرو پر پیل بحث وکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې که ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ کال کې پر طالب مشرانو د بندیز لګولو غوښتنه کړې وه نو پاکستان یې ولې اوس عملي کوي؟

پاکستان تېر کال د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې په خړ لسټ کې اچول شوی وو.

د اقتصادي چارو کارپوه شعیب رحیم وايي ، پر طالب مشرانو د بندیزونو عملي‌ کول د هم هغې پروسې برخه ده.

ده وویل، "دوی هڅه کوي چې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له غونډې مخکې نړیوالو ته وښيي چې دوی د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي او بندیزونه یې پرې لګولي دي. تر ډېره بریده دا کار له هماغه بندیزونو سره تړاو لري. "

دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو په وینا، د حقاني شبکې د مهمو غړیو په ګډون د طالبانو ډېر شمېر مشران په پاکستان کې اوسېږي.

د افغان حکومت د دې تازه څرګندونو په اړه لا د پاکستان غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو پخوا یې په وار وار ویلي چې دوي په رښتېنې توګه د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه کې ملګري دي او په افغانستان کې امن غواړي.

رپورټ: امید زهیرمل

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG