د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، تر څو چې د یاد ولایت د ښرنې ښار ولایتي روغتون له شپیتو بسترو څخه دوه سوه بسترو ته پورته نه شي، نو د خلکو روغتیايي ستونزې به همدې توګه دوام پیدا کړي.
د امنیه قومندانۍ یوه چارواکي عبدالرازق قادري مشال راډیو ته وویل، په وسله والو کې ځانمرګي بریدګر هم ول.
د بخښنې نړيوال سازمان اېمنسټي انټرنېشنل مشره سليل شيټهي وايي د دې سازمان د تازه رپورټ لپاره يې د افغانستان له هغو شاوخوا پنځوست ښځو سره خبرې کړي دي چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې هغه سلګونو زده کوونکو ته يې په برمل او شکین ولسوالیو کې د زده کړو زمینه برابره کړه، چې تېر دیارلس کاله د زده کړو له پاره د پولې پورې غاړې ته تلل.
په بهرنیو سفرونو کې د افغان پارلمان غړي له خپلو سیاسي پاسپورټونو ناسمه ګټه اخلي او دلته په هوايي ډګر کې د وي آي پي لارې کارونه پرې درول شوې ده.
دافغانستان ولسي جرګه وايي له څارنوالانو څخه د ازموینې اخیستل د قانون په خلاف دی.
په خوست کې هغو معترضینو چې د یاد ولایت د سرپرست والي عبدالجبار نعیمي او ځینو نورو ځايي چارواکو پر ضد يې مدني حرکتونه او لاریونونه پیل کړي وو، تر لس ورځنیو پر له پسې اعتراضونو او لاریونونو وروسته یې د دوشنبې په ورځ خپلې خیمې ټولې کړې.
د داعش یا اسلامی دولت وسله والې ډلې د لومړي ځل لپاره د فرا ولایت په پشترود ولسوالۍ کی د افغان امنیتی ځواکونو سره سخته جګړه وکړه.
د خوست اوسیدونکي وايي، چې په یاد ولایت کې وروستۍ پيښې، چې له کبله يې ۲۲ تنه ملکي خلک مړه او تر شپیتو ډېر ټپیان شول، د فساد پر وړاندې د دوی د روانې مبارزې عزم نور هم غښتلی کړ.
د خوست سرپرست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې د دې پيښې په اړه يې امنیتي ارګانونو ته د جدي پلټنې امر کړی دی.
نن ورځ سهار مهال شاوخوا لس بجې د افغانستان د خلکو ،سولې،امن او ثبات د وحشي دښمنانو لخوا په خوست ولایت کې په یو لاریون ځانمرګی برید وشو، چې له امله يې ۱۶ تنه افغانان شهيدان او دولسي جرګې د دفاعي کمیسیون درئيس په شمول ۴۰ تنه ټپيان شوي دي.
نن پنجشنبه د سهار په نيږدې لسو بجو په خوست ښار کې په لاريون کوونکو چاودنه وشوه، چې د لومړنيو مالوماتو له مخې په دې پېښه کې ۵۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته