پاکستاني چارواکي وايي غواړي نه يوازې د افغانستان سره سوداګريزې اړيکې پراخه کړي بلکې د افغانستان له لارې د منځني اسيا هيوادونو سره هم تجارت وکړي. کابل ته تللي پاکستاني پلاوي ويلي چې دي سره به سيمه کې ثبات ټينګ شي او خلکو ته به د روزګا موقعې په لاس ورشي.
په ننګرهار کې د څه باندې لس ميلونو ډالرو په ارزښت څوارلس بابه ښوونځي او درې کلینیکونه جوړيږي.
خواوشا دوه اونۍ وړاندې په خوست کې پر یو شمېر لاریون کوونکیو ځانمرګی برید وشو، چې له کبله يې ۲۲ تنه ملکي وګړي مړه او تر ۶۰ ډېر نور ملکیان ټپیان شول.
د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې يې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې په اویا وو بیلابیلو قضیو کې د یوه اندازه نشه يي توکیو د نیولو تر څنګ ۷۱ تورن کسان هم نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ حسن خېلو کې له غرمې مخکې د سيمې د محلي پوليسو د قومندان په کور وسلوال بريد شوی دی او په ځواب کې يې افغان ځواکونو وسلوال په تېښته اړ کړي دي.
لمانځغونډه چې د خوست په لنکن ښوونیز مرکز کې جوړه شوې وه، په کې یو شمېر مدنی فعالانو هم برخه درلوده.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د جمعې دورځې په ځانمرګي برید یوازې درې ولسي کسان ټپیان شوي او نور چاته زیان نه دی رسیدلی.
د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د بهرنيو ځواکونو پر کتار د موټربم ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ١٢ ټپيان دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پرون له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په مزارشریف کې د ملکي روغتون مشر نور محمد فیض په خبره چې د پېښې له سیمې څخه ۵۷ ټپیان او پنځه تنه مړې شفاخانې ته لېږدول شوي دي.
د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، تر څو چې د یاد ولایت د ښرنې ښار ولایتي روغتون له شپیتو بسترو څخه دوه سوه بسترو ته پورته نه شي، نو د خلکو روغتیايي ستونزې به همدې توګه دوام پیدا کړي.
د امنیه قومندانۍ یوه چارواکي عبدالرازق قادري مشال راډیو ته وویل، په وسله والو کې ځانمرګي بریدګر هم ول.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته