نن (جمعه) سهار طالب وسله والو د ښار له سوېلې اړخه د غزني د والي پر دفتر، د هغه د اوسېدو پر ځای او ځينو نورو دولتي ودانيو راکټي بريدونه کړي دي، خو د غزني چارواکي وايي، بلا وه برکت نه وو.
د خوست فرهنګیان، لیکوال او مدني فعالان وايي، چې په پښتو ژبه ډېر لږ علمي او ټولنیز اثار چاپ شوي او له همدې کبله په علمي مرکزونو او پوهنتونو کې هغه اثار او کتابونه چې د اوسني وخت اړتیا او د خلکو غوښتنه ده نشته
د خوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د وسلوالو له لوري د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې وروستي ترهګریز بریدونه چې د ګڼو ملکي خلکو د مرګ ژولې لامل شول وغندل او دا ډول بریدونه يې د اسلام له دین سره په ټکر کې وبلل.
د ننګرهار ولایتي شورا د دغه ولايت د امنيت د ټینګښت په خاطر له مرکزي دولت نه د يوه خاموشه احتجاج په توګه د امنيتي ځواکونو په تشکیلاتو کې د زیاتوالي غوښتنه وکړه
د خوست موزیم چارواکي وايي، چې یاد موزیم مناسبه وداني نه لري او د دې موزیم ډیری لرغوني اثار د زیانمنولو له ګواښ سره مخامخ دي.
په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي، که چیرې په دې ولایت کې د ښځو له پاره ځانګړې ښوونځي، روغتونونه، کارخانې، فابریکې او نادولتي موسسې جوړې شي، نو له یوې خوا به ښځو ته د کار کولو زمینې برابرې شي او بل لوري ته به د ښځو یوهلویه برخه له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.
د جلال اباد پروني ځانمرګي بريد ۱۵۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه. نن په جلال اباد ښار کې د ګڼ شمير مدني ټولنو فعالان په يوه لاريون کې د پيښې ځای ته د احتجاج په ډول ورغلل او خپل تعزيت يې څرګند کړو.
د افغانستان په جلال اباد کې ځانمرګي بريد ۳۳ ولسي وګړي وژلي او تر سلو زیات يې ژوبل کړي دغه ځانمرکي بريد نن (شنبه) شهار شاو خوا اته نيمې بجې د جلال اباد ښار مخابراتو څلور لارې ته څيرمه د کابل بانک مخې ته رامنځته شو چيرته چې په لسګونو کسان بانک د ننوتو په کتار کې ولاړ وو.
د افغانستان په جلال آباد ښار کې نن (شنبه) سهار په یوه چاودنه کې د چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.
د افغانستان په خوست ولایت کې د پنجشنبې پر ورځ د سعودي عربستان د یوې نړیوالې خیریه ټولنې له خوا د دې ولایت په ګلان کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو پر ۲۸۷۰ کورینو د خوراکي توکې مرستې وویشل شوې.
د غزني چارواکي وايي، طالب وسله والو د چارشنبې پر ورځ د دغه ولايت د اجرستان او مالستانو ولسواليو تر منځ د مسافرو يو موټر برمته کړی او پکې سپاره پنځه مسافر يې له ځان سره تښتولي دي.
پاکستاني چارواکي وايي غواړي نه يوازې د افغانستان سره سوداګريزې اړيکې پراخه کړي بلکې د افغانستان له لارې د منځني اسيا هيوادونو سره هم تجارت وکړي. کابل ته تللي پاکستاني پلاوي ويلي چې دي سره به سيمه کې ثبات ټينګ شي او خلکو ته به د روزګا موقعې په لاس ورشي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته