د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د خلکو روغتیايي ستونزې ډېرې دي


د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، تر څو چې د یاد ولایت د ښرنې ښار ولایتي روغتون له شپیتو بسترو څخه دوه سوه بسترو ته پورته نه شي، نو د خلکو روغتیايي ستونزې به همدې توګه دوام پیدا کړي.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، تر څو چې د یاد ولایت د ښرنې ښار ولایتي روغتون له شپیتو بسترو څخه دوه سوه بسترو ته پورته نه شي، نو د خلکو روغتیايي ستونزې به همدې توګه دوام پیدا کړي.

دوی وايي، چې د ښرنې ولایتي روغتون د څلور لکه خلکو له پاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت لري، خو د پکتیکا د خلکو شمیر خواوشا یو میلیون کسانو ته رسیږي.

د پکتيکا ولايت روغتيايي شورا او د یاد ولایت د عامي روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د ښرني شپیته بستريز ولایتي رغتون ظرفیت بايد ۲۰۰ بسترو ته پورته شي، ترڅو د ټولو ناروغانو پر وخت، ښه او معیاري درملنه وشي.

دوی د ښرنې ښار ولایتي روغتون روغتیايي خدمتونه له دې کبله کمزوري ګڼي، چې د پکتيکا نفوس خواوشاه یو میلیون کسانو ته رسیدلی، خو دوی یوازې د څلور لکه خلکو له پاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو طبي وسایل، روغتیايي پرسونل او دواء درمل لري.

په دې ستر توپیر سره د روغتیايي خدمتونو نیمګړي وړاندې کول د دې لامل شوي، چې نه یوازې په روغتون کې د بیمارانو ګڼه ګوڼه ډېره شي، بلکې د دې تر څنګ د خلکو د شکایتونو او ناراضه کیدو سبب هم ګرځيدلي دي.

د پکتيکا د عامي روغتيا رييس ډاکتر ولی ګل مشال راډيو ته وايي، چې شپیته بستریز روغتون په هېڅ ډول د پکتیکا د خلکو اوسني نفوس ته چې د شته امکاناتو دوه نیم برابره ډېر دی بسنه نه کوي:

((پکتیکا ګڼ نفوسه ولایت دی، چې د خلکو شمېر تقریباً یو میلیون کسانو ته رسیږي، موږ خپلې هلې ځلې کړي دي، د پارلمان د وکیل صایبانو، سناتور صایبانو، ولایت مقام، ولایتي شورا او حتی په خپله د وزارت مقام سره مو شریک کړي دي، موږ غوښتنه کړې، چې خصوصاً باید ولایتي شفاخانه، خیرکوټ او د ارګون شفاخانې باید ارتقاع وکړي، ولایتي روغتون باید دوه سوه بستریز شي او د خیرکوټ او ارګون روغتونونه باید پنځوس بستریز شي، دا چې مشکلات نه حل کیږي، لامل يې د خلګو د نفوس ډېروالۍ دی، تر هغه چې زموږ روغتونونه ارتقاع ونکړي دا ستونزې به موجودې وي.))

د پکتیکا ولایت د جاني خېلو د ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی ګلاب وايي، چې په اطرافو کې کلیوالي درمل پلورونکي هم ناروغان معاینه کوي او هم په خپل سر ورته دواء درمل ورکوي، چې له کبله يې ډول ډول نوې ناروغۍ پیدا شوي دي.

دی د دې کار لامل په یاد ولایت او ولسوالیو کې د مسلکي ډاکټرانو د کموالي له کبله بولي.

د مرکز ښرني د ولایتي روغتون مشر نصیب احمد مسعود وويل چې دا شفاخانه په ټولو هغو معيارونو سمباله ده، چې بايد ۲۰۰ بستريز رغتون ته ارتقاء وکړي:

((موږ ته هره ورځ تر شپږو سوو پورې مریضان مراجعه کوي، دې ارقامو ته په کتو سره د پکتیکا ولایت نفوس نسبتاً زیات دی، له دې سربیره په داخله، جراحي، ولادي نسايي او کوچنیانو په برخه کې زموږ عملیاتونه نسبتاً ډېر زیات دي، همدارنګه موږ ته د نورو بخشونو مریضان هم ډېر زیات راځي لکه د غاښ، پوزې، ستوني چې دا ټول موږ کابل ته لیږو، که چیرې دا روغتون ارتقاء وکړي نو له یوې خوا به دا ناروغان همدلته تداوي شي او بل لوري ته به د پکتیکا ولایت خلکو ته یوه ستره اسانتیا رامنځته شي.))

د پکتیکاوالو په وینا د ښرنې په ولایتي روغتون کې یوازې یوه ښځینه معالجه ډاکټره شته او پاتې يې نرسانې دي، چې د روغتیا په برخه کې کار کوي، همدارنګه د اورګون او خیرکوټ د مهمو ولسوالیو روغتونونه هم شل بستریز دي، چې خدمتونه يې په نشت حسابیږي.

XS
SM
MD
LG