د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ولایت مقام پر لاریون ځانمرګی برید وغندلی


نن ورځ سهار مهال شاوخوا لس بجې د افغانستان د خلکو ،سولې،امن او ثبات د وحشي دښمنانو لخوا په خوست ولایت کې په یو لاریون ځانمرګی برید وشو، چې له امله يې ۱۶ تنه افغانان شهيدان او دولسي جرګې د دفاعي کمیسیون درئيس په شمول ۴۰ تنه ټپيان شوي دي.

نن ورځ سهار مهال شاوخوا لس بجې د افغانستان د خلکو ،سولې،امن او ثبات د وحشي دښمنانو لخوا په خوست ولایت کې په یو لاریون ځانمرګی برید وشو، چې له امله يې ۱۶ تنه افغانان شهيدان او دولسي جرګې د دفاعي کمیسیون درئيس په شمول ۴۰ تنه ټپيان شوي دي.

د خوست لایت مقام دغه وحشيانه تروریستي برید په کلکه غندي او دا برید داسلام او بشریت د دښمنانو کار بولي.

دا چې په خوست ولایت کې له څو ورځو راهیسي لاریونونه ترسره کېدل، نو دهېواد او خاورې دښمنانو له همدې وضعیته ناوړه استفاده وکړه او په لاریون کوونکو يې ترهه ګربرید ترسره کړ او خوست میشتي ولسونه يې د غم په ټغر کېنول.

ټولو ولسونو ته څرګنده ده چې دافغانستان د سولې، امن، ثبات اوخلکو دښمنان تل په دې هڅه کې دي چې له هر ډول وضعیته ناوړه استفاده وکړي او دا مظلوم ولس او خلک دغم په ټغر کېنوي، چې نن ورځ يې په خوست ولایت کې دهمدې وضعیت څخه په ګټې اخېستنې يوه غميزه رامنځته کړه او په وحشي تروریستي ځانمرګي برید يې په لس ګونه کسان شهیدان اوټپيان کړل.

د خوست ولایت ټولو امنيتي دفاعي او کشفي ارګانونوته دنده سپارل شوي چې دشوي وحشي تروریستې برید په اړه هر اړخیزې څیړنې پیل کړي، عاملین يې پيدا او دقانون منګولو ته يې ژر تر ژره وسپاري .

زه دخوست ولایتي ادارې په استازيتوب یو ځل بیا دغه وحشي تروریستي برید په ټینګه غندم ، دلوی خدای (ج)له سپيڅلي دربار څخه دټولو شهدیانو پاک روح ته دفردوس جنت او کورنیو ته يې دجمیل صبر غوښتنه کوم او ټولو زخمیانو ته دعاجلې روغتیا هیله کوم ، خپل دژورې خواشینې مراتب دخوست ټولو شریفو ولسونو ته وړاندې کوم او په دې غم کې خپله اداره او ځان شریک ګڼم .

XS
SM
MD
LG