د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوالو د وروستۍ پيښې د قربانیانو سره غمرازي وکړه


د خوست د وژلو شویو د فاتحې مراسم
د خوست د وژلو شویو د فاتحې مراسم

د خوست اوسیدونکي وايي، چې په یاد ولایت کې وروستۍ پيښې، چې له کبله يې ۲۲ تنه ملکي خلک مړه او تر شپیتو ډېر ټپیان شول، د فساد پر وړاندې د دوی د روانې مبارزې عزم نور هم غښتلی کړ.

دوی وايي، تر څو چې د فساد پر وړاندې د روانې مبارزې موخې يې ترسره نه شي، نو دوی به خپل مدني او ولسي حرکتونه روان وساتي.

د یکشنبې په ورځ د خوست سلګونه اوسیدونکي، چې د وروستۍ پيښې د قربانیانو د فاتحې او د قربانیانو د کورنیو سره د غمرازۍ له پاره د ښار مرکزي جامع جومات ته راټول شوي وو، دا غم او درد يې د هر خوستوال د هرې کورنۍ ګډ غم او مصیبت یاد کړ.

د خوست د معیوبنو د اتحاديې مشر دوست محمد مشال راډيو ته وویل، چې دولت باید د دې خونړۍ پيښې عاملین پيدا او سخته سزا ورکړي:

(( دا یوازې د یو کور شهیدان نه وو، بلکې دا د ټول خوست شهیدان وو، د دوی دا لاره به موږ تعقیبوو، دا ډېر زیات ظلم شوی دی، هر چا چې کړی دی، دا نه بخښوونکی ظلم دی، د دې عاملینو ته باید دولت داسې سزا ورکړي، چې نورو ته د عبرت سبب وګرځي.))

اباسین روان په نوم یو تن خوستي ځوان وویل، چې دې پيښې د دوی عزم نور هم کلک کړی، خو ګیله يې وکړه، چې د خوستوالو غږ ژر وانوریدل شو:

(( دا پېښه چې د حمل په ۱۳مه رامنځته شوه، د خوست ټول قومونو او ولسونه يې متحد کړي دي، زموږ مبارزه د فساد پر وړاندې غښتلې ده، دا ډول پيښې زموږ پر دریځ اغېز نه لري، بلکې دریځ مو لا غښتلی کوي، له ولسمشره مو ګیله داده، چې له ډېر مخکې نه غږ کوو، خو زموږ غږ يې نه اوریده.))

د ښار د یوې ټولنې غړي محمد کریم میاخېل وویل، چې دوی ښار هم د قربانیانو په یاد کې د یوې ورځې له پاره تړلی خو د دوی ویر او ماتم به درې ورځې روان وي، خلک او ځايي رسنۍ به درې ورځې موسیقي نه خپروي:

(( په کوم ارګان او اداره کې فساد نشته ؟ خلک له دې حالته ستړي دي او باید اصلاح راشي، دا زموږ د هلاکت او بربادۍ سبب ګرځي، دا کومې شخصي او قومي بدۍ چې دي، دا ټولې د فساد دلاسه دي، ښار د نن ورځې له پاره بند دی او درې ورځې په ویر او ماتم وي او خلک به موسیقي نه اوري.))

د یادونې وړ ده، چې په خوست کې د سرپرست والي عبدالجبار نعیمي او یو شمېر نورو چارواکو پر ضد، چې لاریونوال يې په فساد تورنوي، لاریونونه او مدني حرکتونه پیل شوي دي، د پنجشنبې د خونړۍ پيښې وروسته هم د معترضینو له خوا د سرپرست والي او یو شمېر حکومتي ادارو پر وړاندې خیمې ولاړې دي.

XS
SM
MD
LG