د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فراه کې داعش او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې


د فراه والي محمد اصف ننګ
د فراه والي محمد اصف ننګ

د افغانستان د فراه ولایت چارواکي د وسله والو طالبانو او داعش ډلې د یوشریک برید د تنبولو خبر ورکوي. د فراه ولایت د دویمې پلې لیوا ویاند عبدالروف رحماني مشال راډیو ته وویل چې په عملیاتو کې د دواړو ډلو ۲۸ وسله وال وژل شوي او ۲۶ نور ژوبل شوي دي. دنوموړي په وینا جګړه اوس پای ته رسیدلې ده. د رحماني په وینا دا جګړه په پشترود ولسوالۍ کې ترسره شوېده او په ترڅ کې یې پنځه محلي پولیس وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي هم دي.

دا لومړی ځل دی چې د داعش یا اسلامی دولت وسله واله ډله په فراه ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو سره سخته جګړه وکړه.

که څه هم ویل کیږي چې افغان طالبان او داعش ډله په خپلو کې سره جوړ نه دي خو د عبدالروف رحماني په وینا په دې جګړه کې طالبانو هم د داعش ډلې سره ملګرتیا کوله. راپورونه وايي د طالب او داعیش وسله والو ګډه شمیره له ۵۰۰ څخه پورته وه.

داپه داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځايي چارواکو په فرا کې د داعیش وسله والې ډلې شتون یوه افسانوي خبره بللې وه. د یاد ولایت والي محمد اصف ننګ څو ورځې وړاندې مشال راډیو ته په مرکه کې ویلي وو چې داعیش یوه کمزورې ډله ده.

دعش یا اسلامي دولت وسله واله ډله په عراق او شام کې ډیره فعاله ده، خو په دې وروستیو کې یې په افغانستان او پاکستان کې هم فعالیتونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG