د لاسرسي ځای

تازه خبر

" له څارنوالانو ازموینه اخېستل له قانونه سرغړونه ده "


صفي الله ستانکزی :

دافغانستان ولسي جرګه وايي له څارنوالانو څخه د ازموینې اخیستل د قانون په خلاف دی.

د دې جرګې لومړي مرستیال وویل چې لویې څارنوالۍ د جمهوري ریاست د حکم له مخې دا ازموینه اخیستې او دا په خپله د یادې ادارې د تشکیل او صلاحیت له قانون سره په ټکر کې راځي.

ظاهر قدیر دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د لویې څارنوالۍ د سرپرست په استجوابیه غونډه کې وکړې او ویې ویل له هغو څارنوالانو څخه چې کلونه کلونه یې خدمت کړی د دا ډول ازموینو اخیستل د قانون په خلاف دی.

« کومه ازموینه چي اوس وخت د لویي څارنوالۍ له خوا د جمهوري ریاست د حقوقي سلاکار په هدایت اخیستل کیږي د لویې څارنوالۍ د تشکیل او صلاحیتونو د قانون د ۲۸ مادې په خلاف دی. نو د جمهوري ریاست حکم له نافذه قانون سره په ټکر کې دی. »

ښاغلي قدیر ټینګار وکړ چې له لویې څارنوالۍ څخه د څارنې حق اخیستل شوی او حکومت ته په کار دي چې په دې برخه کې لازم دقت وکاروي څو په رښتیني توګه مستحق کسان د څارنوالانو په توګه مقرر شي.

اخوا د ولسي جرګې یو شمیر نورو غړیو له څارنوالانو څخه د ازموینې اخیستل اړین وبلل او ویې ویل چې دا کار به د فساد د له منځه وړلو سبب شي.

دغو وکیلانو همداراز د لویې څارنوالۍ په اداره کې یو شمیر کسان په پراخ فساد تورن کړل او غوښتنه یې وکړه چې باید د مفسدینو د نیولو لپاره جدي هڅې وشي.

ولسي جرګې په داسې حال کې د لویې څارنوالۍ سرپرست وربللی و چې ځینو څارنوالانو لا هم د جمهوري ریاست له حکم سره په مخالفت کې خپل اعتصاب جاري ساتلی.

دا څارنوالان د ازموینې اخیستل د قانون خلاف بولي او وايي چې په دې سره ځینې کړۍ په هڅه کې دي چې د دوی پر ځای خپل کسان په دندو وګماري.

اخوا د لویې څارنوالۍ سرپرست نور حبیب جلال وویل چې له څارنوالانو څخه ازموینه د سویې د تثبیت او کار اهل کار ته د سپارلو په هدف اخیستل شوې ده.

ښاغلي جلال دا خبره رد کړه چې ګواکې دا ازموینه د جمهوري ریاست د سلاکار په هدایت اخیستل شوې ده.

« دا موضوع په بشپړه توګه د جمهور رییس د حقوقي سلاکار پریکړه نه وه. اداره خپل اصول لري، خپل مقررات لري. همدا مسئله مو له جمهور رییس سره شریکه کړه او هغه هدایت راکړ چې لویه څارنوالي دې په خپله ارزیابي وکړي او هغه کسان چې واقعاً وړتیا لري په مسلکي برخو کې پریښودل شي او څوک چې وړتیا ونه لري نورو اداري برخو ته دې معرفي شي. د ازموینې لپاره پلاوی هم د لویې څارنوالۍ له خوا ټاکل شوی و. »

د لویې څارنوالۍ سرپرست همداراز په دې اداره کې د فساد موجودیت رد نه کړ خو ویې ویل چې د عاملینو د نیولو لپاره یې جدي هڅې روانې دي او وکیلان دې هم په دې برخه کې خپله همکاري وکړي.

د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې شپږ سوه کسان عملاً هغه څارنوالان دي چې له دولسم ټولګیو فارغ شوي او یو شمیر یې په کلونه کلونه د کار مسلکي تجربه لري.

له څارنوالانو څخه ازموینه په داسې حال کې اخیستل شوې چې ګڼ شمیر خلک په خپلو سیمو کې د څارنوالانو له نشتوالي او ټیټې پوهې شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG