په خوست کې یو شمېر مجاهدین، دیني عالمان او قومي مشران وايي، چې د افغانستان خلک باید د روسانو سره تر څوارلس کلن وسلوال جهاد وروسته، چې سور لښکر يې مات کړ او یو اسلامي حکومت یې رامنځته کړ، د هېواد د پرمختګ او بیارغونې له پاره خپلو مجاهدو او هلو ځلو ته دوام ورکړي.
افغان کډوالو تر دې مخکې څو واره له پاکستاني حکومته د سیم کارډ ستونزې هوارولو غوښتنه کړي وه.
د خوست روڼ اندي، د مدني ټولنو او ټولنیزو سازمانونو غړي د افغانستان روانو امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالاتو ته په انديښنه کې دي او وايي، چې د ملي یووالي حکومت مشران باید د داخلي اختلافونو پر ځای ملي ګټو ته پام وکړي او د خلکو هیلو او غوښتنو ته ځواب ووايي.
د افغان حکومت له خوا دا بیان په داسې حال کې خپرېږي چې څو ورځي مخکي وسله والو طالبانو د خپلو سپرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړی و.
افغان چارواکي وايي بيګا د جنوبي ولايت روزګان د امنيې سرپرست قوماندان جنرال ګلاب خان وژل شوی دی. د روزګان د والي يو وياند نن وويل چې ګلاب خان سره د هغه د يو ميلمه په ترينکوټ کې د پوليسو له قوماند
په خوست کې د سولې په نوم د نومول شویو ولسوالیو چارواکي وايي، چې په اړوندو سیمو کې يې د خلکو په ژوند کې مثبت پرمختګونه رامنځته شويدي. بل لوري ته د چارو کتونکي وړاندیز کوي، چې یو شمیر نورې هغه ولسوالۍ هم باید د سولې د سیمو په نوم ونومول ش
په ننګرهار کې په لومړي ځل د وينې انټرنيټي بانک پرانيستل شو چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به د هغو کسانو لپاره اسانتیا پيدا کړي چې وینې ته اړ دي.
نن (جمعه) سهار طالب وسله والو د ښار له سوېلې اړخه د غزني د والي پر دفتر، د هغه د اوسېدو پر ځای او ځينو نورو دولتي ودانيو راکټي بريدونه کړي دي، خو د غزني چارواکي وايي، بلا وه برکت نه وو.
د خوست فرهنګیان، لیکوال او مدني فعالان وايي، چې په پښتو ژبه ډېر لږ علمي او ټولنیز اثار چاپ شوي او له همدې کبله په علمي مرکزونو او پوهنتونو کې هغه اثار او کتابونه چې د اوسني وخت اړتیا او د خلکو غوښتنه ده نشته
د خوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د وسلوالو له لوري د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې وروستي ترهګریز بریدونه چې د ګڼو ملکي خلکو د مرګ ژولې لامل شول وغندل او دا ډول بریدونه يې د اسلام له دین سره په ټکر کې وبلل.
د ننګرهار ولایتي شورا د دغه ولايت د امنيت د ټینګښت په خاطر له مرکزي دولت نه د يوه خاموشه احتجاج په توګه د امنيتي ځواکونو په تشکیلاتو کې د زیاتوالي غوښتنه وکړه
د خوست موزیم چارواکي وايي، چې یاد موزیم مناسبه وداني نه لري او د دې موزیم ډیری لرغوني اثار د زیانمنولو له ګواښ سره مخامخ دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته