د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ځانمرګي برید مرګژوبله ۸۲ تنو ته ورسېدله


د خوست سرپرست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې د دې پيښې په اړه يې امنیتي ارګانونو ته د جدي پلټنې امر کړی دی.

په خوست کې د پنجشنبې ورځ پر یوه لاریون په ځانمرګي برید کې د مرګژوبلې شمېر ۸۲ تنو ته ورسېدلی. په پيښه کې د وژل شوو شمېر ۲۰ تنه ته رسېدلی او ۶۲ نور پکې ټپیان شوي دي.

د پنجشنبې سهار د خوست ښار د خواجه متون غونډۍ په سیمه کې د خوست سرپرست والي نعیمي کور ته نږدې د سلګونو لاریون کوونکو په منځ کې یو تن ځانمرګي بریدګر ځان والوځاوه.

په خوست کې له تیرې شنبې ورځې راهیسې لاریونونه او مدني حرکتونه د والي نعیمي او یو شمېر نورو ځايي چارواکو پر ضد چې مظاهره چیان يې په فساد تورنوي، روان دي.

د خوست سرپرست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې د دې پيښې په اړه يې امنیتي ارګانونو ته د جدي پلټنې امر کړی دی.

ځدراڼ وویل چې په دې پيښه کې د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مشر همایون همایون هم ټپي شوی او د ده یو شمېر ساتونکي او اداري کارکوونکي وژل شوي او ټپیان شوي دي:

″په پرونۍ ظالمانه او ډېره بې رحمانه چاودنه کې د مرګژوبلې کچه ۸۲ تنو ته ورسېدله، چې له دې جملې ۲۰ تنه په شهادت ورسیدل او ۶۲ نور يې ټپیان دي، په دې کې د ولسي جرګې غړی محترم همایون همایون هم شامل دی، خو خوشبختانه چې روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

سره له چې د خوست ځايي اداره د دې پيښې پلټنه خپل فرض بولي ولې تر څنګ يې له ولس هم غواړي چې د دا ډول پيښو په مخنیوي کې د خپلو امنیتي ارګانونو سره مرسته وکړي.″

د متون بابا په نوم د یو خصوصي روغتون مشر ډاکټر بادشاه زار عبدالي چې یو شمېر ټپیان د دوی روغتون ته د تداویئ له پاره انتقال شوي وو داسې وویل:

″د خوست په ولایت کې کومه پيښه چې په مظاهره کې وشوه، زموږ روغتون ته ورڅخه یوولس تنه رانقل شول، په دې کې یو تن شهید وو چې محمد ظریف نومیده، په مجروحینو کې زموږ وکیل صیب همایون وو.″

د دې پيښې یو تن ټپي سپینږیری، چې خواوشا اویا کاله عمر يې لاره او په متون بابا روغتون کې بستر وو د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

″نوم مې سخي جان دی، دا خبره خو داسې وه، کله چې موږ سړک ته راووتو، پله ته چې رسیدو یوه پړکه وشوه، تر پړکې وروسته بیا مې څه نه دي لیدلي.″

لاریون کوونکو غوښتل، چې د خوست په ملي لوبغالي کې د نورو لاریونوالو سره یو ځای شي، چې پر لاره پرې چاودنه وشوه.

د پيښې له رامنځته کیدو وروسته هم په ملي لوبغالي کې لاریون روان وو او له تاوتریخوالي پرته په سوله ییزه توګه پای ته ورسید.

د پيښې ټپیان د دفاع وزارت په چورلکو کې کابل ته د درملنې له پاره ولیږدول شول.

ولسمشر اشرف غني هم د خوست د پيښې په اړه د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې، د پيښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او دا برید يې په کلکو ټکو غندلی او مدني حرکتونه او لاریونونه يې د خلکو قانوني حق بللی دی.

همدارنګه په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یونما دفتر مشر هم په یو خبرپاڼه کې د دې برید سخته غندنه کړې ده.

تر اوسه هم معترضین په هغو خیمو کې اوسیږي، چې یوه اونۍ وړاندې يې د سرپرست والي کور او یو شمېر حکومتي ادارو پر وړاندې درولې دي، معترضین د خوست سرپرست والي او یو شمېر نور ځايي چارواکي په فساد کې ښکېل بولي او د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوي.

XS
SM
MD
LG