مزار شریف - د بلخ ولایت پر استیناف څارنوالۍ د څو تنو مسلح انتحاري بریدګرو د حملې په پایله کې د وژل شویو شمېر اته ته رسېدلی. په پېښه کې له ۵۰ زیات ژوبل دي.
د بلخ ولایت د امنیت آمر عبدالرزاق قادري د پېښې په لومړو شیبو کې رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې حمله کوونکي ګواګي له دوو تنو څخه ډېر دي.
په سیمه کې د حاضرو خبریالانو په قول او د عیني شاهدانو په وینا چې حمله کوونکو بلخ څارنوالۍ ته اور ورته کړی او امنیتي ځواکونو سره د جګړې په دوام کې د بلخ استیناف څارنوالی مشر هم د حمله کوونکو له لوري ټپي شوی:
" دری تنه حمله کوونکي د استیناف څارنوالۍ دفتر ته ورغلل، زه په دویم پوړ کې وه سم دې لاسه مې تېښته وکړه، د څارنوالۍ مشر هملته پاتې شو او ټپي دی."
د دې راپور تر چمتو کېدو، د امنيتي ځواکونو او وسلوالو حمله کوونکو ترمنځ جګړې دوام درلود، او وسلوالو څو تنه څارنوالان هم له ځان سره یرغمل نیولي دي.
د بلخ ولایت مقام په یوه خبر پانه کې د تلفات دقیق شمېر چې ټول نظامي کسان دي ۸ تنه په ګوته کوي.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د افغان دولت مخالفو وسلوالو ویاند معرفي کوي، د یوه پیام په لېږدولو سره د یادې حملې مسوولیت منلی.