د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکې ځانګړی استازی، ډينيل فيلډمين په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ د عمليآتو هرکلی کوي خو زياتوي چې دا عمليات بايد د ټولو وسله والو ډلو خلاف وشي. نوموړي په يوه ځانګړې مرکه کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پاکستان، افغانستان او امريکا په شريک کار کولو ټينګا وکړ.
افغان ولسمشر اشرف غني نن د پاکستاني وزيراعظم سره په ملاقات کې د ترهګرۍ پر ضد د شريک کار او په سيمه کې د امنيت په اړه خبرې وکړي. دواړو مشرانو د اړيکو د يو نوي باب د پرانيستلو خبره وکړه او د اقتصادي او امنيتي همکاريوو په زياتولو سلا شول.
افغان ولسمشر اشرف غني نن اسلام آباد کې د پاکستان د لومړي وزير ترڅنګ د نورو بيلا بيلو سياسي ګوندونو سره وليدل او د دواړو ملکونو پر اړيکو يې ورسره خبرې وکړي.
افغان ولسمشر او د پاکستان مالیې وزیر پر دې ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دونیم میلیاردو ډالرو سوداګرۍ اوسنۍ کچه باید په راتلونکو دوه کلونو کې پنځه میلیاردو ډالرو ته و رسېږي.
د ننګرهار ولایت هسکې مينې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ۲۴ ښوونځي تړلي او ګواښ يې کړی چې تر هغې پورې به د ښوونځي ټړلي وي څو پورې چې حکومت د دوی غوښتنې ونه مني.
د خوست په اطرافو او لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو په کلینکونو او روغتونونو کې په ځانګړې ډول د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو لږوالي په ټوله کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ستونزې پیدا کړي او د یادو سیمو خلک د معیاري او اساسي درملنې څخه بې برخې دي.
د خوست یو شمېر سوداګرو، دوکاندارانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د افغان ولسمشر اشرف غني نه غوښتنه وکړه، چې پاکستان ته دې، د خپل سفر په اجنډاء کې په رسمي توګه د خوست د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو مسله شریکه کړي.
د افغانستان د استیناف یوې محکمې د کابل بانکد دوو پخوانیو لوړ پوړو چارواکو د بند سزا اوږده کړې ده.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي بېګا شپه د اچين ولسوالۍ اړوند د ايساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په يوه سراچه ډوله موټر کې سپاره شپږ تنه وسله وال وژلي دي.
د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال محمداصف ننګ مشال راډیو ته وویل، چې د پوهنې وزارت پلان لري، تر څو په راتلونکې کال کې د خوست په ټولو ولسوالیو کې له یوې څخه تر دریو پورې مسلکي لیسې جوړې کړي.
د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ یوه بل چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه؛ ازادي راډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر قومندانۍ ته د ننوتو لپاره د سیمه ییز پولیس درېشي «یونیفورم» اغوستې وه.
افغان چارواکي وايي د کابل په امنیه قومندانۍ کې دننه د یکشنبې په ورځ چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته