د ننګرهار چارواکي وايي، تيره ورځ چې د خوګیاڼو ولسوالۍ کږې بازار په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چادونې ۳۴ تنه ټپیان کړل .
نن د شنبې ورځې په سهار د خوست مرکز اړوند د منګسو په سیمه کې یو تن چې غوښتل يې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین پسې چاودلی او لاس په لاس وژل شوی دی.
په لویه پکتیا کې د ځدارڼو قوم مشران او ځوانان وايي، چې افغان حکومت د ځدراڼو د سیمې د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.
د مشرانو جرګې غړیو د سېشنبې پر ورځ په عمومي غونډه کې پاکستان ته ګوته ونیوله چې د پکتیکا په پيښه کې لاس لري.
په خوست کې یو شمېر معیوبین او د شهیدانو د کورنیو وارثین وايي، چې دوی ته د سیمه ییزې ادارې له خوا په هغه رهایشي پروژو کې چې د کورونو له پاره ویشل شوي، قانوني حقوق نه دي ورکړل شوي.
پلاوي د یحیاخيلو په پيښه کې د ویرژنو کورنیو خپلوانو ته د ولسمشر اشرف غني د خواخوږۍ پیغام ورساوه او دوی ته يې ډاډګېرنه ورکړه، چې د پېښې له ویرژنو کورنیو او خپلوانو سره به د افغان حکومت له لوري پوره مرستې وشي.
د پکتیکا ولایت د یحیا خېلو په ولسوالی کې د یکشبی پر ورځ ، په یوه ځانمرګي برید کې، پنځوس تنه وژل شوی او شاوخوا شپیته ټپیان شوی دی.
د پکیتکا ولایت چارواکي وايي، چې د تېر ماښام په ځانمرګي برید کې چې د یاد ولایت د یحیا خېلو ولسوالۍ د غیبي خيلو کلي د والیبال په میدان کې ترسره شو، تر پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.
افغان چارواکي وايي د یکشنبې په مازیګر په پکتیکا ولایت کې د والي بال په یو لوبغالي کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي
په جلال اباد کې د ختيځو سيمو د لیکوالو او خبريالانو خپلواکې ټولنې د مجازاتو نه د خونديتوب د نړیوالې ورځې په مناسب د علامتي احتجاج په ترڅ کې د ننګرهار ولایت تر مطبوعاتي دفتر ورغلل او هلته يې خپلې غوښتنې له مسوولینو سره شريکې کړې.
دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون په هیواد کې دښځو په وړاندي دتاوتریخوالي دپیښوپر زیاتیدو اندیښنه وښوده.
د افغانستان په نورستان ولايت کې تيره شپه د امنيتي ځواکونو او وسلوالو ترمنيځ په نښتو کې نولس وسلوال وژل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته