د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان ولسمشره د غلام خان بندر د ترانزیټېدو غوښتنه


د خوست یو شمېر سوداګرو، دوکاندارانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د افغان ولسمشر اشرف غني نه غوښتنه وکړه، چې پاکستان ته دې، د خپل سفر په اجنډاء کې په رسمي توګه د خوست د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو مسله شریکه کړي.

د خوست یو شمېر سوداګرو، دوکاندارانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو د افغان ولسمشر اشرف غني نه غوښتنه وکړه، چې پاکستان ته دې، د خپل سفر په اجنډاء کې په رسمي توګه د خوست د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو مسله شریکه کړي.

دوی وايي، چې د خوست د غلام خان لاره د کراچۍ بندر څخه کابل ته په دقیق ډول ۴۶۱ کیلومتره لنډه ده، چې د لارې نږدې والۍ د ترانسپورټ او د توکو په بیه مخامخ تاثیر لري، همدارنګه ترانزیټ او په دې لاره د سوداګرۍ پراختوب به په دې سیمه کې د روانو ناامنیو د کچې په راکمولو هم پوره اغېز ولري.

په همدې موخه د پنجشنبې په ورځ د ولسي ګټو د اجماع په نووښت رابلل شوې غونډه کې یادونه وشوه، چې د غلام خان بندر ترانزیټدل به د دې لارې په اوږدو کې د خلکود کورني اقتصاد په ښه کېدو مثبت تاثیر ولري، د دوی د ژوند سطحه به لوړه کړي او کله چې د دوی د ژوند سطحه لوړه شي، نو په سیمه کې به کرارۍ ته لاره هواره شي.

د غونډې یو تن تابیا کوونکي او مدني فعال زاهدشاه انګار مشال راډیو ته د دې ناستې موخې داسې په ډاګه کړې:

((د غلام خان ترانزیټي لاره چې ۴۶۱ کیلومتره د کراچۍ بندر او کابل تر منځ لاره رالنډوي یا کم واټن لري، د ډېر اهمیت وړ ده، زموږ غوښتنه د افغان ولسمشر محمداشرف غني نه داده، چې دی د جمعې په ورځ په یو رسمي سفر پاکستان ته ځي، نو دی به د خپلو خبرو په اجنډاء کې د غلام خان بندر د رسمي پرانیستې موضوع هم په پام کې ونیسي.))

د خوست یو تن سوداګر وايي، چې ولسمشر ورسره د ټاکنیز کمپاین پرمهال په لومړي قدم کې د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو زمنه کړې وه او اوس د دې ژمنې د پوره کېدو وخت رارسیدلی دی:

((زه الف شاه منګل د خوست د سوداګرو په استازیتوب دومره وایم چې ډاکټرصیب د خوست-غلام خان د لارې په اړه زموږه سره وعدې کړې دي، چې دا لاره به ترانزیټوي، نو غوښتنه مو داده چې دا لاره موږ ته ترانزیټ شي، ولې چې په دې لاره اجناس موږ ته په ارزانه بیه لویږي، نو جدي غوښتنه مو د ولسمشر نه داده، چې دا لاره راته ترانزیټ کړي.))

د خوست شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ګل شاه صبري د دې لارې د ترانزیټ کېدو ځنې ښيګڼې داسې په ګوته کړې:

((که د غلام خان د لارې مالونه انتقال شي، د هغې لګښت به ډېر ټیټ وي، هر کله چې په ترانسپورټ يې لګښت کم راشي، نو هغه په افغانستان کې ښه مارکیټ پیدا کوي، د دې لارې په رسمي کېدو سره به په سیمه کې د ډیورند کرښې اخوا او دې خوا خلکو ته کارونه پیدا شي، دا کارونه به د دوی په کورني اقتصاد باندې ډېر مثبت تاثیر ولري، د دوی د ژوند سطحه به لوړه کړي او کله چې د دوی د ژوند سطحه لوړه شي، نو په سیمه کې چې کومې ناامنۍ روانې دي، هغه به کمې شي.))

د یادونې وړ ده، چې په تېره یوه لسیزه کې د خوست اوسیدونکو او سوداګرو په مکرره توګه د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو غوښتنې کړي، خو د حکومت د همیشنیو ژمنو سره، سره هم په دې اړه عملي اقدمات نه دي ترسره شوي، مالومه به شي، چې ولسمشر غني به پاکستان ته په دې اړه قناعت ورکړي او که به بیا هم دا مسله د ژمنو تر بریده پر خپل ځای پاتې شي.

XS
SM
MD
LG