د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: نرسانې په ولسوالیو کې دندو ته تیارې دي


د خوست په اطرافو او لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو په کلینکونو او روغتونونو کې په ځانګړې ډول د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو لږوالي په ټوله کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ستونزې پیدا کړي او د یادو سیمو خلک د معیاري او اساسي درملنې څخه بې برخې دي.

د خوست په اطرافو او لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو په کلینکونو او روغتونونو کې په ځانګړې ډول د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو لږوالي په ټوله کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ستونزې پیدا کړي او د یادو سیمو خلک د معیاري او اساسي درملنې څخه بې برخې دي.

په خوست کې د عامې روغتیا مسوولینو تل د رسنیو سره په خبرو کې د دې ستونزې لامل دا بللی، چې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې په ډېر مادي امتیاز هم په ولسوالیو کې د طبابت کار ته نه حاضریږي، خو دا ځل د حکیم تڼیوال د طبي علومو انسټیټیوټ ښځینه او نارینه فارغین وايي، که د عامې روغتیا چارواکې ورته په هره سیمه کې د کار کولو زمینې برابرې کړي نو دوی د دندې اجراء ته تیاری لري.

دوی چې د یاد اسټیټوټ د څلورومې دورې څخه فارغې شوي او د پنجشنبې په ورځ د دوی د فراغت په ویاړ د خوست د جرګو په تالار کې د سلګونو کسانو په ګډون جشنواره جوړه شوې وه، وویل چې فراغت ته خوشاله دي او غواړي په هر ځای کې چې زمینه برابره شي، خپلو خلکو ته په اړوندو رشتو کې خدمت وکړي.

د یاد اسټیټوټ دوه تنه فارغینو مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

((زه رابعه د حکیم تڼیوال د انسټیټیوټ د عالي قابله ګۍ څخه فارغه شوم، موږ په خپل ټولګي ۳۶ تنه محصلینې وو، موږ د ادارې نه، د استادانو او مدیر نه ډېر خوښ یو، ډېر ښکلي درسونه يې موږه ته راکړي دي، هر درس چې موږ د دوی څخه غوښتی دی، دوی پرمخبیولی دی، د ټول دولت نه مو غوښتنه داده، چې زموږ د کوښښ په بدل کې په وظیفه کې موږ ته برخه راکړي، که په هر ځای کې شفاخانه او کلینیک وي، موږ به کې کار کولای شو.

نوم مې هارون دی، په ولسوالیو کې د مسلکي کسانو ډېر کمبود دی، که عامې روغتیا ریاست مو هر روغتون او کلینک ته وروپيژني، نو کار کولو ته په کې ټول ملګري چمتو یو.))

د حکیم تڼیوال د طبي زده کړو انسټیټوټ چې شپږ کاله وړاندې جوړ شوی، په څلورمه دوه کلنه دوره کې يې ټولنې ته يې د(ستوماتولوژي، لابراتوار، فارمسي او قابله ګۍ) په څلورو څانګو کې ۱۵۳ تنه وړاندې کړي، چې ۵۲ تنه يې نجونې دي.

د یاد انسټيټیوټ مشر ډاکټر حامد وايي، چې دا ځل په ټولو رشتو کې نجونې فارغانې شته، چې دا کار د معالجې او خدماتو په وړاندې کولو کې د دوی د ونډې د ډېریدو لامل ګرځي:

((په دې دوره کې موږه ۱۵۳ تنه فارغوو، ۵۲ تنه يې خویندې تشکیلوي، د څلورو رشتو څخه فارغیږي، په دې څلور شعبو کې یوه د سټوماتولوژي شعبه ده، چې د دې شعبې څخه لس تنه نجونې فارغیږي او دا هم د خوشالۍ ځای دی، چې په خوست کې موږ ښځینه د غاښونو ډاکټرانې ولرو، د عالي قابله ګۍ څخه موږ نن ۴۱ نجونې فارغوو، د دې نه علاوه په لابراټوار کې ۲۰ کسه او د فارمسي د شعبې نه ۵۱ کسان موږ فارغین لرو.))

د احمدشاه ابدالي د لوړو طبي زده کړو د موسسې مشر ډاکټر بادشاه زار عبدالي د خوست د عامې روغتیا ریاست له پاره دا یو ښه فرصت ګڼي تر څو دا فارغان په اطرافو کې په دندو وګماري:

((موږ په لیرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې ډېرې ستونزې لرو، هغه تشې او خالیګاوې چې د عامې روغتیا ریاست روغتونونه او کلینکونه يې په ولسوالیو کې لري، هغه به ډکې شي، او زموږ ناروغو وروڼو او خویند ته به ښه او معیاري خدمتونه ترسره شي.))

د یادونې وړ ده په خوست کې دا مهال د حکیم تڼیوال د طبي زده کړو سربیره په خصوصي سکټور کې څلورو د لوړو زده کړو موسسې او یو شمېر نور د زده کړو شخصي مرکزونه فعالیت کوي، چې د محصلانو شمېر يې تر دریو زرو ډېر دی.

XS
SM
MD
LG