د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډينيل فيلډمين: ضرب عضب عمليات دي د ټولو وسله والو خلاف يو شان وشي


ډينيل فيلډمين
ډينيل فيلډمين

د افغانستان او پاکستان لپاره د امرېکې ځانګړي استازي ډېنېل فېلډمېن وايي پاکستان ته د افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني سفر دواړو هیوادونو ته دا غوره موقع په لاس ورکړي چې خپل منځي اختلافونه ختم او د يو رون سهر لپاره شريک کار وکړي. ښاغلي ډېنېل فېلډمېن په دي وروستيوو کې پاکستان ته تللی وو او هلته يې د لوړ پوړو چارواکو سره ملاقاتونه کړي وو. هغه سره زموږ همکار، افتخار حسين په واشنګټن کې مرکه کړي او په سر کې يې ترې پوښتنه کړي چې په خپلو وروستيوو ملاقاتونو کې يې د یو باثباته افغانستان لپاره له پاکستانه کوم کوم ضمانتونه اخيستي؟

ډېنېل فېلډمېن: په روانو حالاتو کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د پاکستان لپاره د افغانستان نوي حکومت سره د کار کولو ډیره لویه موقع په لاس ورغلې ده. زه په تیرو څو میاشتو کې څو ځل پاکستان او افغانستان کې وومه. ما د افغان صدر د بېجنګ سفر هم اولېدو. زه واېم روان حالت د پاکستان او افغانستان له پاره د خو اړیکو یوه نوې موقع ده او مونږ کتلي هم دي چې پاکستان خپل سلاکار افغانستان ته ليږلی وو. بیا د افغانستان ولشمر د پاکستان سفر نېټه کیښودی شوه. دا خبره ښکاره کوي چې دواړه هیوادونه لیواله دي چې په سیمه کې د امن او ثبات لپاره مخکې شي. او ظاهره ده چې امریکا به دغلته موجوده وي. زمونږ لس زره عسکر به په راروانو څو کلونو پوری پاتې وي. مونږ به په دغه سېمه کې د ټولو هیوادونو سره په ګډه کار کوو. او بیا په چېن کې دا نيژدې غونډه کېدل هم ښئ چې د دغې سېمې ثبات د ټولو لپاره مهم دی او دغه زمونږ لوی مقصد هم دی.

دا حقيقت دی چې د پاکستان او افغانستان تر مېنځه د تاو تریخوالي یو زوړ تاریخ پروت دی او ځينې پکې حقېقتونه هم دي چې مونږ يی منو

پوښتنه: نو د دغه مقصد تر لاسه کولو په مخ کې پراته خنډونه څه دي او څنګه حل کيدلی شي؟

ډېنېل فېلډمېن: دا حقيقت دی چې د پاکستان او افغانستان تر مېنځه د تاو تریخوالي یو زوړ تاریخ پروت دی او ځينې پکې حقېقتونه هم دي چې مونږ يی منو هم. ما پخپله پېنځه کاله موده کې په دې ډیر کار کړی. مونږ د دواړه هیوادونو په اړیکو باندی اندیښنې لرلي. زه بیا واېم د دواړه هیوادونو سره لویه موقع ده. ځکه دواړه په یو شمیر برخو کې یو بل ته ضرورت لري. دوی کولی شي د پولې دواړو خواو ته د ترهګرۍ په ختمولو کار وکړي. اقتصاد او تجارت زياتولو باندې کار ډير کړي او د بجلۍ په شان په نورو برخو کې د یو بل سره همکاري زياته کړي.

پوښتنه: په دي وروستيوو کې د پېنټاګان لخوا کانګرس ته د پاکستان په اړه یو رپورټ وړاندې شوی وو او پکې ويل شوي وو چې پاکستان اوس هم ځيني سخت دريځه ډلې په افغانستان کې د خپلو مقصدونو لپاره استعمالوي. تاسو په اوسني حالاتو کې دغې رپورټ ته څنګه ګورۍ؟

ډينيل فيلډمين: دغه رپورټ د امریکا د دفاع وزارت لخوا جاري شوی او زه به غواړم چې هغوی پرې خبرې وکړي. زه دا واېم چې موږ پدې خبره پوره پوهه یو چې امریکا او پاکستان یو شریک دشمن لري چې ترهګر دي او مونږ دواړه ورسره په جګړه یو. د پاکستان او افغانستان پولې دواړو خواو ته دغه دشمن پناه ځايونه لري. د ترهګرو له لاسه پاکستاني اولس تر ټولو زیات زيان ليدلی او مونږ د پاکستاني اولس د دغو قربانيوو له زړه قدر کوو. مونږ له پکار ده چې د ترهګرۍ دغه نوغي ختمولو لپاره په شریکه کار وکړو.

مونږ دا خبره هم یقېني کول غواړو چې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد یو شان عملیات وشي. مونږ غواړو چې دا ترهګر بیا دومره زور پيدا نه کړي چې په پاکستان او افغانستان کې د اولس ژوند ته خطر جوړ شي. هغه امریکایان چې په افغانستان کې پاتې کېږي هغوی ته او د امریکایانو ملګرو ته خطر جوړ نه کړي.

پوښتنه: په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ عمليات شروع دي. تاسي دي ته څنګه ګورئ؟

ډينيل فيلډمين: مونږ د دغو عملیاتو ستاينه کوو [ځکه چې] دغه عملیات د ترهګرۍ د مخ نیوي لپاره ډیر ضروري دي خو مونږ دا خبره هم یقېني کول غواړو چې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد یو شان عملیات وشي. مونږ غواړو چې دا ترهګر بیا دومره زور پيدا نه کړي چې په پاکستان او افغانستان کې د اولس ژوند ته خطر جوړ شي. هغه امریکایان چې په افغانستان کې پاتې کېږي هغوی ته او د امریکایانو ملګرو ته خطر جوړ نه کړي. پاکستان په تیرو څو کلونو کې د ۵۵ زرو نه د زياتو خلکو قرباني ورکړی ده کومه چې د هیرولو نه ده.

پوښتنه: تاسو د پاکستاني پوځ د مشر جنرال راحیل شریف امریکا ته راتګ په اړه څه واېی؟ دا سفر څومره مهم دی؟

ډينيل فيلډمين: مونږ د جنرال راحیل شریف سفر ته سترګې پر لار یو. ما د جنرال شریف سره څو اونۍ وړاندې ملاقات وکړ او تفصېلي خبری مې ورسره وشوي. زه د هغه د ژمنې او وعدې نه خبر یم. هغه غواړي چې د پاکستاني اولس حفاظت اوکړي. دا خبره یقېني کول غواړي چې د پاکستان حکومت په خپله خاوره کنټرول ولري. مونږ غواړو چې د جنرال راحېل شریف سره په دغه لړ کې خبری اوکړو. هغه به دلته په واشنګټن کې د پوځي مشرانو سربيره د حکومتي چارواکو سره هم ملاقاتونه کوي. د هغه کسانو سره به هم ویني چې په پالېسۍ جوړولو کې لاس لري. ډیر تود هرکلی به ورته وېل کېږي او دا ځکه چې مونږ ته معلومه ده چې د امریکا او پاکستان دوه اړخیزه اړیکې څومره مهمې دي. مونږ د پاکستان د اولسي حکومت سره مضبوطې اړیکې او د پاکستان دپوځ سره د اوږدې مودې ملګرتیا غواړو.

XS
SM
MD
LG