په ننګرهار کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په اړه په جلال اباد ښار کې د دیني عالمانو يوه غونډه وشوه چې د دغه ولایت د ۲۲ ولسواليو څخه د ديني عالمانو استازي وربلل شوي او ګردو يې د کوکنارو کښت حرام وباله.
د پاکستان وزیراعظم نوازشريف د خپل برطانوي سيال په بلنه د راتلونکې مياشتې په آخره کې کېدونکي لندن کنفرنس ته ځي چې د افغانستان د امنيت او ثبات په اړه به پکې خبرې کيږي. نوازشريف به هلته د افغان ولسمشر اشرف غني سره هم ملاقات کوي.
د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمې کليزې په وياړ د دولسو ټيمونو تر منځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
په خوست ولایت کې د عدلیې ریاست له پاره د څه د پاسه نولس میلیونه افغانیو په لګښت نوې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په ننګرهار کې د نجونو په ګډون ۱۷۵۰ تنو هغو زده کوونکو ته چې د دولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي وو. د کانکور ازموینې د چمتو والي له شپږ میاشتنيو وړیا زده کړو وروسته د فراغت سندونه د دوشنبې يا ګل په ورځ ورکړل شول.
د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي چې امريکا دي پر کونړ د پاکستان د راکټونو د ويشتلو مخنيوی وکړي او په دي توګه دي په امنيتي تړون کې کړې ژمنې عملي کړي.
د کونړ د نورګل درې د مزار درې اوسيدونکي وايي چې د وسله والو طالبانو زور زياتی او ظلم دي حد ته رسيدلی چې نور د زغملو نه دی نو ځکه يې پر خلاف پاڅون کړی.
د خوست ولایت چارواکي وايي په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا له شمالي وزیرستانه د نویو کورنیو د ورتګ بهیر پیل شوی او خواوشا درې زره نوې وزیرستانۍ کورنۍ د یاد ولایت د ګربزو بیلابیلو سیمو ته را کډه شوي دي.
افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی به نن د سعودي عربستان له چارواکو سره پر دوه اړخیزو چارو خبرې وکړي.
د افغانستان د پکتيا ولایت اوسېدونکي شکايت کوي چې د طالبانو له حکومته وروسته يې تر دې مهاله په ژوند کې د پرمختګ خاص بدلون نه دی محسوس کړی.
په ننګرهار کې د فوټبال د ليګ ټيمونو تر منځ خزاني ټورنمېنټ پای ته ورسيدو. د دغه ټورنمېڼټ پایلوبه يا فاينل د ننګرهار کلب او پيداګوژي ټيمونو تر منځ وشوه چې د پيدا ګوژي ټيم وتوانيدو چې د يوه ګول په وهلو سره د ټورنمنټ کپ تر لاسه کړي.
د افغانستان د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې دې ولایت ته د ورکډه شوو په زرګونو وزیرستانیو ماشومانو او تنکیو زلمیو ته یې د زده کړو اسانتیاوي برابرې کړې دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته