د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د یکشنبې په ورځ دوه چاودنې وشوې


دافغانستان د ملي اردو یو سرتیری د ویجاړ شوي رینجر سره ولاړ دی
دافغانستان د ملي اردو یو سرتیری د ویجاړ شوي رینجر سره ولاړ دی

افغان چارواکي وايي د کابل په امنیه قومندانۍ کې دننه د یکشنبې په ورځ چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي دي.

چاودنه نن سهار نهه بجې دامنیې قومندانۍ په دریم پوړ کې رامنځته شوې ده. دکابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر لویدیزو رسنیو ته ویلي : یو تن چې د ملي اردو یونیفورم یې په غاړه و، د پولیسو په ودانۍ کې یې دننه ځان ډزولی دی. راپورونه وايي په پېښه کې ژوبل شوي کسان د پولیسو مامورین دي.

په کابل ښار کې د یکشنبې په ورځ دادوهمه چاودنه وه، تردې وړاندې ، سهارمهال داتمې امنیتي حوزې اړوند په شاشهید سیمه کې یوه چاودنه وشوه چې دچارواکو په وینا تلفات یې نه لرل.

دامنیې قومندانۍ دچاودنې مسوولیت وسله والو طالبانومنلی دی.

افغان امنیتي ځواکونه دامهال د ملک د نورو برخو په څیر د افغانستان د پلازمینې کابل امنیت هم په خپل لاس کې لري. د کارپوهانو په اند د نړیوالو ځواکونو له افغانستان څخه په مرحله واره توګه د وتلو باوجود امنیتي وضع په څرګند ډول اغیزمنه شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG