د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار او وزیرستان کې ډرون بریدونو ۱۲ وسله وال ووژل


د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي بېګا شپه د اچين ولسوالۍ اړوند د ايساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په يوه سراچه ډوله موټر کې سپاره شپږ تنه وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي بېګا شپه د اچين ولسوالۍ اړوند د ايساف ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په يوه سراچه ډوله موټر کې سپاره شپږ تنه وسله وال وژلي دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د دغه ولایت مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوال وویل، بېګا شپه د ننګرهار د هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو بټي کوټ ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي چې يو تن وسله وال يې وژلی او څلور تنه پاکستاني وسله وال يې د څلورو ميلو تمانچو او يو کلاشينکوف سره ژوندي نيولي دي.

بلخوا د پاکستان استخباراتي چارواکو نن (چارشنبه) وویل چې د امريکا يوې بې پېلوټه الوتکي په قبایلي سیمه کې په يوه حمله کې شپږ وسله وال وژلي دي.دا په دې هېواد کې سږ کال نولسمه داسې پېښه ده.

د نوم نه ښودلو پر شرط د يوه چارواکي په وينا دغه بې پېلوټه الوت کې د شمالي وزيرستان په دته خيلو سيمه کې يو کور او يو موټر په نخښه کړي دي.

پاکستاني حکومت امریکا ته د دې حملې پر سر خپله ناراضي څرګنده کړې ده.

د جون تر پنځلسمې شمالي وزيريستان د کورنيو او بهرنيو سخت دريځو مرکز ګڼل کېدی خو پاکستان وايي چې په درنو حملو کې يې د دې سيمې ۸۰ فيصده سخت دريځي له مینځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG