د لاسرسي ځای

تازه خبر

افراسياب خټک: د اشرف غني سياسي پوهه د سيمې لپاره نيک فال دی


افغان ولسمشر اشرف غني نن اسلام آباد کې د پاکستان د لومړي وزير ترڅنګ د نورو بيلا بيلو سياسي ګوندونو سره وليدل او د دواړو ملکونو پر اړيکو يې ورسره خبرې وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني نن اسلام آباد کې د پاکستان د لومړي وزير ترڅنګ د نورو بيلا بيلو سياسي ګوندونو سره وليدل او د دواړو ملکونو پر اړيکو يې ورسره خبرې وکړي.

د اشرف غني سره د سياست والو په ملاقات کې د عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، قومي وطن پارټۍ، پيپلز ګوند او مسلم ليګ مشران شامل وو. ددې ليدنې په وخت سنيټر افراسياب خټک هم موجود وو.

نوموړي مشال ريډيو سره په مرکه کې وويل چې د پاکستان ټولو سياست والو افغان ولسمشر سره خبرو کې وويل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ دي په هره برخه کې اړيکې ښې او ډيرې شي.

افراسياب خټک همداراز زياته کړه چې د ښاغلی اشرف غني د افغانستان او سيمې د پرمختګ لپاره ډير ښه پلانونه لري او په عملي کېدو سره يې په ټوله سيمه کې مثبت بدلونونه راتللی شي.

د افغان ولسمشر اشرف غني سره د پاکستاني سياستوالو د دي ملاقات په اړه د افراسياب خټک بشپړه مرکه چې عبدالحی کاکړ ورسره کړې، دلته اوريدلی شئ:

افراسياب خټک: د اشرف غني سياسي پوهه د سيمې لپاره نيک فال دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG