کابل : افغان ولسمشر وايي له پاکستان سره ښې اړیکې د افغانستان له ستراتیژيکو ګټو سره سمون لري
په داسې حال کې چې د روان کال تر پایه له افغانستانه ټول بهرني جنګي پوځیان ووځي، د ناټو مشر ینز سټولټنبرګ تېره ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ او هلته یې له چارواکو سره ولیدل.
د ناټو نوی مشر ینز سټولتنبرګ، په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورغلی دی.د ناټو له خوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې سټول تنبرګ په افغانستان کې له یوه پوځي مرکز لیدنه کړې او له ۲۰۱۴ م کال وروسته یې له افغان ځواکونو سره د ناټو د همکاری د دوام ژمنه کړې.
د خوست ولایت چارواکي د افغان حکومت او د کډوالو په برخو کې د نړیوالو مرستندویه ټولنو په کلکه غواړي، چې د ژمي په رانږدې کېدو د هغه دیرش زره وزیرستاني کورنیو سره د سونګ همدارنګه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړي.
له ترکیې رارسېدلي راپورونه وايي، چې د افغان کډوالو یوه بیړۍ د دوشنبې پر ورځ له اسانبوله اروپا ته روانه وه چې په تور سمندرګي کې ډوبه شوه.
عبدالقدیم پیتال په کندهار کې په ښه شاعر او لیکوال شهرت درلود او یو شمېر کتابونه يې هم چاپ شوي دي.
په خوست کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په روانو پوځي عملیاتو کې اوه تنه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوندي نیول شوي دي.
له سعودي عربستان او چین نه پس د افغانستان ولسمشر اشرف غني به په نږدې راتلونکې کې د پاکستان څخه لیدنه وکړي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې تېره ورځ پاکستانیو مامورینو د یاد ولایت د غلام خان بندر په سیمه کې ۲۹ تنه بندیان افغان حکومت ته وسپارل.
د ننګرهار د ولایتي شورا د لوړې مراسم د شنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې تر سره شول چې وکيلانو په کې ژمنې وکړې چې د قانون په چوکاټ کې به خپل ولس ته خدمت کوي.
د خوست چارواکيو اړوندو حکومتي ادارو ته خبرداری ورکړ، چې د یوې میاشتې په موده کې په ټولو چاروکې اصلاحات راولي او د هغو ناقانونه کړنو مخه دې ونیسې، چې له کبله يې د حکومت باور ته زیان رسیږي او یا د دوی د بې مسوولیتۍ پر اساس ملي عواید ضایع کیږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته