مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
د دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د فرورۍ پر دویمه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال کړې ده.
د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د فرورۍ پر دویمه ناوخته رسنیو ته وویل چې د تحریک انصاف مشر عمران خان یې ټول ګوندیزې غونډې ته وربللی دی.
د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال افغانستان ته د دې سازمان او نورو مرستندویو موسسو د مشرانو د سفر جزییات بېګا په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل.
د پېښور پوليسو مشال راډيو ته ويلي چې دا بريد د جنورۍ پر ۳۰مه د پولیس لاين په جومات کې دننه شوی دی. عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي چې ځانمرګی بريدګر په لومړي صف کې په امام پسې ولاړ وو او چاودنه یې وکړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې سفرونو هدف د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ضروري مرستو ته د افغانانو د لاسرسي په اړه د نړيوالو غبرګون متحدول دي.
انتونیو ګوتېریش د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم د نړیوالۍ ورځې په مناسبت پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، "هغه وخت رارسېدلی دی چې ټول هغه پر توپیري چلند ولاړ قوانین او کړنې پای ته ورسېږي چې د تعلیم مخه نیسي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د جنورۍ پر ۲۳مه رسنیو ته وویل چې له افغانانو سره مرستې د طالبانو د ملاتړ په معنا نه دي.
امینه محمد د جنورۍ پر ۱۶مه د ملګرو ملتونو د یوه لوپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته ولاړه او په کابل او کندهار کې یې څلور ورځې د طالبانو د حکومت له چارواکو او مخکښه شخصیتونو سره ملاقاتونه وکړل.
اینتني بلېنکن له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتو یو ځل بیا ننګه کړې، خو دا یې هم ویلي که چېرې ولیدل شي چې ترهګرو هلته یو ځل بیا پټنځایونه جوړ کړي، یو ځل بیا پرې برید وکړي، هغه ډول چې د ده له قوله، د القاعده مشر ایمنالظواهري یې په نښه کړ.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، په افغانستان فقر او بېکاري یو چیلېنج دی خو د ده په خبره، له دې سره سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې ژمنتیا پر خپل ځای ده.
عمران خان د جنورۍ پر ۱۴مه د پاکستان هم نومي ټلویژن ته په مرکه کې ویلي وو چې د پنجاب اسمبلۍ د تحلیلېدو عمل تر سرته رسېدو وروسته به په یوه اونۍ کې دننه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم ړنګه شي.
د پاکستان دولتي راډیو د جنورۍ پر ۱۴مه ویلي دي چې په پینځه ورځنۍ غونډه کې د نړیوالو او سیمه ییزو مسلو په اړه بحث کېږي چې پکې بلاول بوټو زرداري د سیمې سولې او ثبات پر ورپېښو چیلېجونو د پاکستان دریځ وړاندې کوي.
د روسیې او اوکراین په ګډون د ختیزې اروپا زیاتره وګړي اورتوډوکس عیسویان دي چې د جنورۍ پر اوومه کرېسمس لمانځي.
د نوموړي د دې لیدنې او خبرو ویډیو چې پکې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیباغا او نور طالب چارواکي هم ناست لیدل کېږي، د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې "علما المسلمين" د جنورۍ پر اوومه ناوخته په خپله ټوېټرپاڼه خپره کړې.
شهباز شریف دا خبره د جنورۍ په شپږمه په اسلام اباد کې د امنیت په اړه په یوه غونډه کې کړې ده. په دغه غونډه کې د داخله چارو وزیردرلودلو.
نور وښیئ