د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول: د تحریک انصاف حکومت د تحریک طالبان پاکستان خوشالولو تګلاره خپله کړې وه


بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه د امريکا يو شخصي ټلیوېژن سي اېن بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.
بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه د امريکا يو شخصي ټلیوېژن سي اېن بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ويلي چې د تحریک انصاف پخواني حکومت د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان خوشالولو تګلاره خپله کړې وه.

بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه د امريکا يو شخصي ټلیوېژن سي اېن بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام تر ړنګېدو او طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د عمران خان پخواني حکومت بې له کوم شرطه له وسلوالو طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې وې.

د بلاول بوټو په خبره، هم دغه تګلاره برعکس پاکستان ته په زیان رسېدو تمامه شوه. البته هغه دعوی وکړه چې نوي حکومت او پوځي مشرتابه د وسلوالو د خوشالولو دغه تګلاره له منځه وړې ده.

تحریک انصاف د بلاول بوټو زدرداري د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دې ويلي، خو عمران خان په خپله واکمني کې له وسلوالو سره د خبرو اترو دفاع کړې وه.

خو له واکه تر لرې کېدو وروسته د هغه د ګوند یوې مخکښې شيرين مزاري د فبرورۍ پر ۱۹مه نېټه له ډان نيوز سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې د پوځ پخواني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه غوښتل چې وسلوال طالبان پاکستان ته راولي.

د دې په ادعا، له طالبانو سره خبرې اترې کول د عمران خان نظر نه وو. پخواني‌ جنرال باجوه د شیرين مزاري د دې څرګندونو په اړه څه نه دې ويلي.

د عمران خان په مشرۍ حکومت په ۲۰۲۲ز کال کې د افغان طالبانو په منځګړيتوب له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو څو پړاوونه کړي ول او دواړو غاړو ډزبندي هم اعلان کړې وه.

خو تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۷مه په یو بیان کې د یادې ډزبندۍ ختمولو اعلان کړی وو او پر خپلو وسلوالو یې غږ کړی وو چې بریدونو ته زور ورکړي.

د دوی تر هغه اعلان وروسته په پاکستان او په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا کې بریدونه خورا زیات شوي چې تر ټولو خونړی پکې د جنورۍ پر ۳۱مه د پېښور د پولیس لاین په جومات کې شوی وو.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په یو بیان کې ویلي وو چې له "پېښوره تر کراچۍ پورې خلک پوښتنه کوي" چې هېواد ته "وسلوال بیا چا وروستل؟"

تحریک طالبان پاکستان که څه هم د زیاتره او په ځانګړې توګه پر امنیتي ځواکونو د شویو بریدونو زمه واري مني‌ خو د پېښور پولیس لاینز پر جومات شوي برید کې یې له لاس لرلو انکار کړی وو.

بل پلو په خیبر پښتونخوا کې د زیاتې شوې ناامنۍ او ترهګرۍ پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ او یو شمېر سیاسي ګوندونو له خوا د ولسي پاڅون په نامه احتجاجي غونډې هم شوې دي.

دوی تور پورې کوي‌ چې دا د پاکستان ریاستي تګلاره ده چې د پښتنو پر خاوره یې د وسله والو پر فعالیتونو سترګې پټې کړې دي خو د پاکستان حکومت او پوځ دا تور ردوي.

دوی وايي بې له توپیره د وسله والو پرضد عملیاتو ته ژمن دي او په هیڅ صورت به وسلوال دې ته نه پرېږدي چې بیا منظم شي.

XS
SM
MD
LG