د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان: زلزلې د ترکیې او سوریې شاوخوا ۲۶ مېلیونه وګړي اغېزمن کړي


د شام په ادلېب ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره یوشمېر خیمې درول شوې دي - د فبرورۍ ۱۱مې انځور.
د شام په ادلېب ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره یوشمېر خیمې درول شوې دي - د فبرورۍ ۱۱مې انځور.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، په ترکیې او سوریې (شام) کې زلزلې شاوخوا ۲۶ مېلیونه وګړي اغېزمن کړي دي او د وژل شویو شمېر له ۲۸،۵۰۰ لوړ شوی دی.

هغه سازمان د فبرورۍ پر ۱۱مه په یوه بیان کې وویل چې زلزلې ګڼ روغتونونه وران کړي دي. اې اېف پي او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو ویلي چې د فبرورۍ پر شپږمه په زلزله کې په ترکیې کې د وژل شویو شمېر شمېر تر ۲۵،۰۰۰ او په شام کې تر ۳،۵۰۰ اوښتی دی.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي ول چې ۵۰ مېلیونه ډالره یې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره بېل کړي دي.

له دې پرته ترکیې او شام ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه درمل، خواړه، ژمنۍ مرستې او ډاکتران رسېدلي دي.

د شام زلزله ځپلې سیمې زياتره د ولسمشر بشارالاسد د حکومت د مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې دي او هلته د فبرورۍ پر نهمه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لومړۍ جوپه ور ورسېده.

خو د روغتیا نړیوال سازمان په سمدستي ډول د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړیوالو څخه د ۴۲،۸ مېلیونه ډالرو مرسته غوښتې ده. هغې ادارې ویلي دي چې زلزلې په ترکیه کې ۱۵ او په شام کې یې ۱۱ مېلیونه خلک اغېزمن کړي دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په حواله ویلي دي چې له یوه اټکل سره سم، په شام کې ۵،۳ مېلیونه خلک د ودانیو ړنګېدو له کبله بې کوره شوي دي.

بل خوا د ترکيې په جنوب کې له زلزله ځپلو سيمو څخه څه باندې ۷۵،۰۰۰ کسان ايستل شوي دي.

په ترکیې او شام کې هغه زلزله له تر ټولو خونړیو زلزلو یوه بلل کېږي. په هغه سیمه کې د فبرورۍ پر شپږمه لویه زلزله پر داسې وخت راغله چې خلک ویده ول.

زلزلو په ترکیه کې مېشت مېشت افغان کډوال هم د سر و مال له زیان سره مخامخ کړي دي. په انقره کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې د فبرورۍ تر ۱۱مې هلته شاوخوا ۲۰۰ افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له اټکل سره سم، شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ افغانان په ترکیه کې اوسي چې نیمايي یې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG