د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان وايي له یو نیم کال راهیسې امریکا ته د لېږدولو په انتظار دي


لسګونه افغانانو د فبرورۍ پر ۲۶مه په اسلام اباد کې مظاهره وکړه.
لسګونه افغانانو د فبرورۍ پر ۲۶مه په اسلام اباد کې مظاهره وکړه.

لسګونه افغانان چې د امریکا د پي یو او پي دوه پروګرامونو لپاره په پاکستان کې مېشت دي، وايي چې اوږد انتظار ستړي کړي او د امریکا حکومت یې باید ژر تر ژره هغه هېواد ته ولېږدوي.

دوی د فبرورۍ پر ۲۶مه په اسلام اباد کې مظاهره وکړه او له امریکا یې وغوښتل چې هغه کسان دې نه هېروي چې "په سختو ورځو کې" په افغانستان کې تر څنګ "درېدلي" ول.

د غونډې تنظیموونکي محمد باقر احمدزي مشال راډیو ته وویل، "د نننۍ غونډې هدف دا دی چې زموږ غږ امریکا او د [امریکا د کډوالو داخلې پروګرام یا] یو اېس ار پي واوري. تر یو نیم کال وروسته هم زموږ د تلو په کارونو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او بې برخلیکه یو. موږ له امریکا څخه د دې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې غواړو چې په پاکستان کې د [کډوالو د لېږد مرکز] دفتر پرانیستل شي، چې زموږ دوسیې پرمخ بوځي."

د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ز کال د اګست په پیل کې د هغو کسانو لپاره چې له امریکايي یا د امریکا تر ملاتړ لاندې بنسټونو سره یې کار کاوه، د دویم لومړیتوب د کډوالۍ ځانګړی پروګرام (پي دوه) اعلان کړ چې په زرګونو افغانان په امریکا کې د کډوالو په توګه مېشت کړي.

له دې پرته د لومړۍ ترجېح پروګرام (پي یو) د هغو کسانو لپاره دی چې د رنګ، نسل، جنس، دین یا سیاسي نظریاتو پر اساس د ځورونې یا د مرګ له ګواښ سره مخامخ وي.

د مظاهرې ګډونوال وايي، له یو نیم کال راهیسې په اسلام اباد کې پراته دي - د فبرورۍ ۲۶مې انځور.
د مظاهرې ګډونوال وايي، له یو نیم کال راهیسې په اسلام اباد کې پراته دي - د فبرورۍ ۲۶مې انځور.

په اسلام اباد کې د مظاهرې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، په ۱۸ میاشتو کې تراوسه ورسره ان مرکه هم نه ده شوې.

دوی وویل، په پاکستان کې د ډېریو افغانانو ویزې ختمې شوې دي یا د ختمېدو په حال کې دي او لسګونه خو یې د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله په زندانونو کې دي.

د مظاهرې ګډونوالې فرخندې عمري وویل، له یو نیم کال راهیسې په پاکستان کې ده. "زموږ په کېسونو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. موږ ډېر نهیلي شوي یو. له اقتصادي او رواني لحاظه په سخت حالت کې یو."

په پاکستان کې د پي یو او پي دوه پروګرام عملي کېدو منتظر افغانان وايي، هېواد ته د ستنېدو لاره هم نه لري ځکه چې که هلته ځي نو ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي.

امریکا یا په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د تازه مظاهرې په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې حکومت ټینګار کړی دی چې د ټولو قانوني چارو په بشپړېدو د افغانانو امریکا ته لېږدولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG