د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي له نجونو او ښځو سره تاوتریخوالی ویجاړوونکې پایلې لري


په کابل کې د طالبانو د حکومت سرتېري د ښځو مظاهره تیت و پرک کوي - پخوانی انځور.
په کابل کې د طالبانو د حکومت سرتېري د ښځو مظاهره تیت و پرک کوي - پخوانی انځور.

ملګري ملتونه وايي، له نجونو او ښځو سره تاوتریخوالی د بشري حقونو زیانمنول او سرغړونه ده چې ویجاړوونکې پایلې لري.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر د فبرورۍ پر ۲۶مه پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي چې په نړۍ کې له هرو درو ښځو څخه یې یوه کورنی جسماني تاوتریخوالی تجربه کوي زیاتره وخت د ژوند د ملګري له‌ خوا ورباندې کېږي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې تاوتریخوالی د مرګ لامل هم کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه افغانستان په نړۍ کې د نجونو او ښځو لپاره له تر ټولو ګواښوونکو هېوادونو څخه یو بولي.

دوی د خپلې ادعا لپاره په افغانستان کې پر نجونو او ښځو لګېدلو بندیزونو ته ګوته نیسي چې ښوونځي او پوهنتون ته نه شي تللای، له کار کولو، ټولنیزو فعالیتونو او په سیاست کې له ښکېلتیا منع شوي او یوشمېر نور محدودیتونه هم پرې لګول شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې یوه څارنواله، چې د امنیتي ستونزو له امله د نوم ښوول نه غواړي،‌ وايي، "د طالبانو له‌ خوا پر نجونو او ښځو راغلی حالت د زغملو نه‌ دی."

د دې په خبره، همدې بندیزونو له افغان نجونو او ښځو سره د کور دننه او بهر تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړې او تاوتریخوالی ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی. "له بده مرغه د افغانستان حالت ورځ تر بلې خرابېږي. نورې خبرې د خلکو رنځ نه دوا کوي. اړتیا ده چې عملي کار وشي او د خلکو ستونزې حل شي."

دا اندېښنې پر داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې مخکې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حالت په اړه د بشري حقونو ملاتړو ادارو ویلي چې "افغانستان د نړۍ پر مخ د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی."

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل د فبرورۍ پر ۱۶مه ویلي ول چې په افغانستان کې له ښځو سره روان وضعیت "جنسیتي تبعیض دی او په کار ده چې له امله یې د طالبانو اوسنی رژیم مجازات شي."

په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول، له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو روان چلند اوسمهال د نړیوالو بحثونو د اجنډاوو په لومړنیو موضوعاتو کې شامل دی.

د یوشمېر هېوادونو ښځینه وزیرانو د فبرورۍ پر ۱۹مه په یو شریکه اعلامیه کې پر افغان ښځو د طالبانو د حکومت محدودیتونه غندلي ول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن هم د فبرورۍ پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انتونیو ګوتېرېش سره په دې اړه وکتل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په بر بنسټ، دې لیدنه کې "په افغانستان کې د بشري مرستو په اړتیا او د طالبانو له‌ خوا په پرله‌پسې جبر او د بشري حقونو پر سرغړونو خبرې وشوې."

خو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي طالبان وايي چې "په اسلامي چوکاټ کې دننه یې د افغانستان ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي."

طالبان دا ادعا په داسې حال کې کوي چې هم یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او هم یې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

طالبان البته ټینګار کوي چې د ښځو د زده کړو لپاره د مناسب چاپېریال په موخه پر تګلاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG