د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي د پاسپورټونو وېش یې پیل کړی دی


په خوست کې یوشمېر کسان د پاسپورټونو د فورمونو جمع کولو لپاره په قطارونو کې ناست دي - پخوانی انځور.
په خوست کې یوشمېر کسان د پاسپورټونو د فورمونو جمع کولو لپاره په قطارونو کې ناست دي - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت وايي، په هېواد کې یې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړی دی.

د پاسپورټونو عمومي ریاست د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د "انلاین فورمونو" لرونکو ته یې د پاسپورټ ورکړه پیل کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پاسپورټونو د وېش بهیر له یوشمېر خنډونو سره مخامخ شو او له اوږدې مودې راهیسې درېدلی دی.

تر دې مخکې، د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب د فبرورۍ پر ۲۳مه په کابل کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د مارچ پر لومړۍ نېټه "د انلاین سېسټم له لارې، په ټول هېواد کې د پاسپورټ توزیع پیلوي."

حسیب زیاته کړې وه چې هغه کسان چې د زېږون په سندونو کې یې اصلي هستوګنه په ولایتونو کې ده، خو اوسنۍ هستوګنه یې په کابل ولایت کې ده، کولای شي له مرکزي ریاسته پاسپورټ ترلاسه کړي.

پر هم هغه ورځ د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن خبري غونډې ته وویل، چې د انلاین نظام فعالولو لپاره یې یولړ بدلونونه کړي دي. "د افغانستان له بانک سره د پاسپورټ ریاست د سېسټم نصبول، په انلاین فورمونو کې بدلونونه او پرمختگونه، د کارکوونکو د بایومیټرېک حاضري نصبول، له ۱۰۰ څخه د زیاتو تخنیکي وسایلو ترمیم او بیا نصبول د دې ادارې له فعالیتونو څخه دي."

خو پتمن و نه ویل چې په فورمونو کې څه ډول بدلونونه راغلي.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په داسې حال کې د پاسپورټونو د بیا وېش پیل کړی چې یوشمېر پاسپورټ غوښتونکي وايي، د ځنډ له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکی چې نه‌ غواړې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، مشال راډيو ته وویل، دوه ځلې یې په کابل او بدخشان کې د پاسپورټ لپاره نوملیکنه کړې، خو لا یې پاسپورټ نه‌ دی ترلاسه کړی. "ما د لوی اختر څخه مخکې نوملیکنه کړې وه، خو لا مې پاسپورټ نه‌ دی ترلاسه کړی."

د هغه په وينا، د پاسپورټ د پروسې ځنډیو له امله یې ونه‌شو کولای، چې په ټاکلې نېټه هغه هېواد ته ولاړ شي د کوم څخه يې چې سیاسي پناه ترلاسه کړې وه.

له بلې خوا د هرات ولایت یو اوسېدونکي مشال راډیو ته یې وویل، د پاسپورټ ریاست یوشمېر ځلې د پاسپورټ د بهیر بیا پیلېدو خبر ورکړی خو چې کله یې عمل پیل شوی، تر څو ورځو وروسته درېدلی دی.

خو عبدالکریم حسیب د فبرورۍ پر ۲۳مه ویلي ول چې عامو خلکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر ځنډېدلی وو خو هغه مهال یې هم ناروغانو، محصلینو، سوداګرو او هغو کسانو ته پاسپورټونه وېشلي، چې له افغانستانه بهر هېوادونو کې استوګنه لري او پاسپورټونو ته یې عاجله اړتیا وه.

د دې ریاست د چارواکو په خبره، د انلاین نظام په فعالېدو به هره ورځ په مرکز او ولایتونو کې ۱۰،۰۰۰ کسانو ته پاسپورټونه ورکوي.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په ۲۰۲۲ز کال کې په "تخنیکي وسایلو کې د ستونزو له امله" د پاسپورټونو وېش لړۍ تر راتلونکې خبرتیا ځنډولې وه.

XS
SM
MD
LG