د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت راتلونکې اوونۍ د پاسپورټونو وېش بیا پیلوي


خلک وايي، د پاسپورټونو د وېش بهير کې به د تېر په څېر ستونزې وي او دا پروسه به ژر بېرته ودريږي، انځور - ارشيف
خلک وايي، د پاسپورټونو د وېش بهير کې به د تېر په څېر ستونزې وي او دا پروسه به ژر بېرته ودريږي، انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت د پاسپورټونو عمومي ریاست وايي، د خلکو ستونزو ته په پام په ټول افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پاسپورټونو د وېش بهیر له یوشمېر خنډونو سره مخامخ شو او له اوږدې مودې راهیسې درېدلی دی.

د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب د فبرورۍ پر ۲۳مه په کابل کې خبري غونډې ته وویل، "د پاسپورټ عمومي ریاست، [د مارچ پر لومړۍ نېټه] د انلاین سېسټم له لارې، په ټول هېواد کې د پاسپورټ توزیع پیلوي. هغه وطنوال چې په تذکرو کې یې ولایت او ولسوالۍ ذکر شوې، خپل انلاین فورم دې سر له ننه له مرکزه، خپلو ولایاتو ته تغیر کړي، چې په اسانۍ نوبت واخلي او کارونه یې ژر وشي."

حسیب زیاته کړه چې هغه کسان چې د زېږون په سندونو کې یې اصلي هستوګنه په ولایتونو کې ده، خو اوسنۍ هستوګنه یې په کابل ولایت کې ده، کولای شي له مرکزي ریاسته پاسپورټ ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د هغه ریاست مسوولین وايي، کله چې د پاسپورټ ریاست چارې ځنډول شوې وې، دوی یې په کاري سېسټم کې بدلونونه راوستل.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن د فبرورۍ پر ۲۳مه خبري غونډې ته وویل، "د افغانستان له بانک سره د پاسپورټ ریاست د سېسټم نصبول، په انلاین فورمونو کې بدلونونه او پرمختگونه، د کارکوونکو د بایومیټرېک حاضري نصبول، له ۱۰۰ څخه د زیاتو تخنیکي وسایلو ترمیم او بیا نصبول د دې ادارې له فعالیتونو څخه دي."

خو پتمن و نه ویل چې په فورمونو کې څه ډول بدلونونه راغلي.

خوست کې خلک د پاسپورټ اخېستلو لپاره په میاشتو انتظار باسي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په داسې حال کې د پاسپورټونو د بیا وېش اعلان کړی چې یوشمېر پاسپورټ غوښتونکي وايي، د پاسپورټ وېش په بهیر کې د ځنډ له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکی چې نه‌ غواړې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، مشال راډيو ته وویل، دوه ځلې یې په کابل او بدخشان کې د پاسپورټ لپاره نوملیکنه کړې، خو لا یې پاسپورټ نه‌ دی ترلاسه کړی.

دی وايي، "ما د لوی اختر څخه مخکې نوملیکنه کړې وه، خو لا مې پاسپورټ نه‌ دی ترلاسه کړی."

د هغه په وينا، د پاسپورټ د پروسې ځنډیو له امله یې ونه‌شو کولای، چې په ټاکلې نېټه هغه هېواد ته ولاړ شي د کوم څخه يې چې سیاسي پناه ترلاسه کړې وه.

له بلې خوا د هرات ولایت یو اوسېدونکی چې دا هم نه‌ غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، مشال راډیو ته یې وویل، د پاسپورټ ریاست یوشمېر ځلې د پاسپورټ د بهیر بیا پیلېدو خبر ورکړی خو چې کله یې عمل پیل شوی، تر څو ورځو وروسته درېدلی دی.

خوست کې د پاسپورټ اخيستلو ته د خلکو انتظار، انځور - ارشيف
خوست کې د پاسپورټ اخيستلو ته د خلکو انتظار، انځور - ارشيف

خو عبدالکریم حسیب په خبري ناسته کې وویل، عامو خلکو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر د ځنډېدو په ترڅ کې یې ناروغانو، محصلینو، سوداګرو او هغو کسانو ته پاسپورټونه وېشلي، چې له افغانستانه بهر هېوادونو کې استوګنه لري او پاسپورټونو ته یې عاجله اړتیا وه.

د دې ریاست د چارواکو په خبره،په مرکز او ولایتونو کې به د ورځې ۱۰،۰۰۰ پاسپورټونه خلکو ته ورکړل شي.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په ۲۰۲۲ز کال کې په "تخنیکي وسایلو کې د ستونزو له امله" د پاسپورټونو وېش لړۍ تر راتلونکې خبرتیا ځنډولې وه.

XS
SM
MD
LG