د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې او شام په زلزلو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۴،۰۰۰ واوښت


زلزلې په ترکي کې له ۲۰ زرو او شام کې له درې نیمو زرو زیات کسان وژلي دي.
زلزلې په ترکي کې له ۲۰ زرو او شام کې له درې نیمو زرو زیات کسان وژلي دي.

په ترکيې او شام (سوریه) کې د فبرورۍ پر شپږمې په دوو زلزلو کې د وژل شويو کسانو شمېر تر ۲۴ زره واوښت.

په ترکیه کې له پېښو او بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د فبرورۍ پر ۱۱مه اعلان وکړ چې د وروستۍ خونړۍ زلزلې له امله په هغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۰ زره اوښتی دی. یاده اداره وایي، د فبرورۍ تر ۱۱مې په ترکیه کې د زلزلې له وجې د وژلو شویو کسانو شمېره ت ۲۰،۶۰۰ ته رسېدلې ده.

له پېښو او بېړنیو حالاتو سره د مبارزې اداره دا هم وايي چې د زلزلې په نتيجه کې په هغه هېواد کې تر ۸۰ زره زيات کسان ژوبل شوي هم دي. بل خوا د ترکيې په جنوب کې له زلزله ځپلو سيمو څخه څه باندې ۷۵،۰۰۰ کسان ايستل شوي دي. هلته د خلکو ژغورنې او مرستو رسولو په عملياتو کې له ۱۲۰،۰۰۰ څخه زیات کسان برخه اخلي.

ترکیه او سوریه کې زلزله: ګڼ خلک لا هم د ویجاړو ودانیو لاندې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00

په همدې حال کې د شام د حکومت او حکومت مخالفه یاغیانو تر کنټرول لاندې د شمال لوېديزې سیمې ژغورونکي وايي چې په هغه هېواد کې د زلزلې له وجې تر درې نیمو زرو زیات کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ژوبل دي.

د شام زلزله ځپلې سیمې زياتره د ولسمشر بشارالاسد د حکومت د مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې دي او هلته د فبرورۍ پر نهمه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لومړۍ جوپه ور ورسېده.

په ترکیه کې د فبرورۍ په شپږمه سهار وختي د اووه اعشاریه درجې راغلې زلزلې هلته مېشت افغان کډوال هم د سر او مال له زیان سره مخامخ کړي دي. په انقره کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې د فبرورۍ تر ۱۱مې هلته شاوخوا ۲۰۰ افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. سفارت وايي افغان کډوال د ترکیې په هاتای او غازي عین تیپ ښارونو کې زیات ځپل شوي دي.

واورې او يخنۍ د ترکيې په زلزله ځپلو سيمو کې مرستندويه چارې اغېزمنې کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:51 0:00

په انقره کې د افغانستان د سفارت قونسل پسرلي حکیمي مشال راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې تایید کړه چې د فبرورۍ په ۱۰مه، په ادیامان ولایت کې د ۳۵ نورو افغانانو مړینه تثبیت شوه.

ځینو رسنیو په ترکیه کې د افغان کډوالو د ټولنې په وینا خبر ورکړی دی چې ښایي د افغانانو تلفات د دې زلزلې له امله د ۲۰۰ او ۳۰۰ ترمنځ وي، خو په انقره کې د افغانستان قونسل حکیمي مشال راډیو ته وویل چې دا شمېرې نه شي تاییدولای ځکه چې لاهم د ژغورنې هڅې روانې دي.

په انقره کې د افغانستان قونسل وایي چې څو زلزله ځپلو ښارونو ته یې پلاوي تللي چې د قربانیانو دقیقې شمېرې راغونډې کړي.

تر دې مخکې په ترکیه کې د اتیا افغان کډوالو مړینه تایید شوې وه چې په ادیامان ولایت کې له پرونیو شمېرو سره تر دې دمه په دې زلزله کې د مړو شویو افغانانو شمېر ۱۵۰ ته ورسېد.

پسرلي حکیمي د فبرورۍ په ۱۰مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د ترکیې په زلزله کې د ۸۰ مړو شویو افغانانو مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اټکل له مخې شاوخوا درې لکه افغان کډوال په ترکیه ژوند کوي چې نیمایي یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG