د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې زلزله ځپلو سیمو ته د ملګرو ملتونو د مرستو کاروان رسېدلی دی


په ترکیه کې یو زلزله ځپلی ماشوم د خوړو ترلاسه کولو وروسته له ړنګې ودانۍ سره نېږدې روان دی - د فبرورۍ ۱۴مې انځور.
په ترکیه کې یو زلزله ځپلی ماشوم د خوړو ترلاسه کولو وروسته له ړنګې ودانۍ سره نېږدې روان دی - د فبرورۍ ۱۴مې انځور.

په داسې حال کې چې په ترکیې او سوریې (شام) کې د تېرې اوونۍ په زلزله کې د وژل شویو شمېر تر ۴۱،۰۰۰ لوړه شوې، د ملګرو ملتونو یو مرستندویه کاروان د فبرورۍ پر ۱۴مه د یاغیانو تر واک لاندې د شام شمالي برخې ته له نوې پرانیستل شوې پولې ورواوښت.

د ترکیې دولتي راډیو ټېلېوېژن د فبرورۍ پر ۱۵مه راپور ورکړ چې په هغه هېواد کې تر دې دمه له ۳۵،۰۰۰ څخه د زیاتو او سوریه کې د شاوخوا ۶،۰۰۰ کسانو مړینه تایید شوې ده. د فرانسې خبري اژانس، الجزیره ټېلېوېژن او بي بي سي هم ورته ارقام خپاره کړي دي.

پر رېښتر درجې له ۷،۸ شدت لرونکې زلزلې راهیسې ۲۰۰ ساعتونه تېر شوي او تر ړنګو ودانیو لاندې د خلکو د ژوندي موندلو هیلې په کمېدو دي.

په هغو هېوادونو کې اوسمهال ټوله توجه د لوی شمېر ژوندیو پاتې وګړو ته خوړو او سرپناه چمتو کولو ته اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د ۱۱ لاریو کاروان تر هغې وروسته د باب سلامه پر پوله شام ته داخل شو چې دمشق موافقه وکړه چې نړیوال سازمان دې د مرستې لپاره لپاره هغه لاره وکاروي.

تر زلزلې مخکې د شام په شمال لویدیځ کې د یاغیانو تر واک لاندې سیمو کې تر څلو مېلیونه زیاتو خلکو ته شاوخوا ټولې مهمې بشري مرستې یوازې له یوې لارې لېږدول کېدې.

هغه مهال ملګرو ملتونو د سوریې د جګړه ځپلو سیمو لپاره د شدیدو اړینو مرستو پر نه رسېدو خواشیني ښوولې وه.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت چارو سازمان (ای او اېم) ویاند پال ډېلن اژانس فرانس پرېس ته ویلي چې لارۍ د سرپناه لپاره د شیانو، توشکونو، کمپلو او ټغرونو په ګډون په اړینو شیانو بار وې.

د ملګرو ملتونو یو پلاوی هم تر زلزلې وروسته د لومړي ځل لپاره له ترکیې څخه د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې ته د واقعیتونو موندنې په ماموریت په سفر دی.

هغه سازمان په عین وخت کې د سوریې د زلزله ځپلو "د ژوند ژغورونکو" مرستو په موخه د ۳۹۷ مېلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې پلان یې د ترکیې هغه ته ورته دی.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان په سمدستي ډول د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړیوالو څخه د ۴۲،۸ مېلیونه ډالرو مرسته غوښتې ده. هغه سازمان ویلي ول چې زلزلې په ترکیه کې ۱۵ او په شام کې یې ۱۱ مېلیونه خلک اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش ویلي، "په ټوله سیمه کې مېلیونونه بې کوره وګړي په سخته یخنۍ کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG