د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي که طالبان ژمنې پوره نه کړي نو د خپلې دفاع لپاره به اقدام وکړي


امریکا وايي، طالبان دې د افغانستان خاوره د وسلوالو استعمالېدو ته نه پرېږدي - پخوانی انځور.
امریکا وايي، طالبان دې د افغانستان خاوره د وسلوالو استعمالېدو ته نه پرېږدي - پخوانی انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د القاعده شبکې په اړه پر خپلو ژمنو عمل کول و نه غواړي یا دا کار و نه کړای شي، نو واشنګټن چمتو دی او وړتیا لري چې د خپلې خاورې دفاع وکړي.

د هغه وزارت ویاند نېډ پرایس د فبرورۍ پر ۱۵مه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د بېلګې په ډول یاد کړل. "طالبانو په شخصي ناستو کې او په ډاګه ویلي چې هغو [وسلوالو ډلو] ته به د افغانستان د خاورې استعمالولو اجازه نه ورکوي چې د امريکا پرضد پلان جوړوي. دویمه مسله دا ده چې موږ چمتو یو، ژمن یو او دا وړتیا لرو چې که چېرې طالبان پر خپلو ژمنو د عمل کولو جوګه نه وي یا نه غواړي نو خپله به اقدام کوو."

طالبانو خصوصي او علني ژمنې کړي چې دوی باید پرې عمل وکړي
نېډ پرایس

نوموړي دا خبره د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړه او ويې ويل چې د ایمن الظواهري تر وژلو وروسته په ایران کې مېشت مصری، یوسف العدل د هغې شبکې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

ایران تر دې دمه په هغه هېواد کې د القاعده د نوي مشر یوسف العدل د شتون په اړه د پرایس د ادعا په اړه څه نه‌ دي ویلي.

القاعده شبکې هم تر اوسه په رسمي توګه د ایمن الظواهري ځای ناستی نه‌ دی ټاکلی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، ارزونې یې د ملګرو ملتونو له هغه راپور سره سمون خوري چې یوسف العدل په حقیقت کې د هغې شبکې نوی مشر دی.

ملګرو ملتونو د فبرورۍ پر ۱۴مه په یوه نوي راپور کې وویل، غړي هېوادونه په دې نظر دي چې په اوس وخت کې العدل د القاعدې مشر دی او چارې یې پر مخ وړي.

۶۲ کلن عدل چې پخوا د مصر د ځانګړو ځواکونو ډګرمن او د القاعده د پخواني ساتونکي ګارډ غړی وو، امریکا یې پر سر ۱۰ مېلیونه ډالره انعام هم ایښی دی.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ویلي، د غړو هېوادونو د ارزونو له‌ مخې القاعده د طالبانو په حاکمیت کې "خوندي پټنځایونه" لري او د هغې شبکې غړي په افغانستان کې "د عمل له ازادۍ څخه برخمن" دي.

د طالبانو حکومت ویاندانو په دې اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو د فبرورۍ پر ۱۵مه د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په یوه غونډه کې یو وار بیا ژمنه وکړه چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بهرني هېواد پر ضد استعمال نه‌ شي.

په افغانستان کې د القاعده شبکې د موجودیت په اړه اندېښنې تر هغې وروسته لا زیاتې شوې چې د تېر ۲۰۲۲ز کال په جولای میاشت کې د امریکا د بې‌ پیلوټه الوتکې په یو برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو.

طالبانو هغه مهال د الظواهري د وژل کېدو په اړه بې خبري ښوولې وه.

په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو د موجودیت ترڅنګ د داعش خراسان څانګې د وسلوالو د فعالیتونو او موجودیت په اړه اندېښنې هم مخ پر زیاتېدو دي.

د فبرورۍ پر ۱۴مه د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت د تړون سازمان (سي اېس ټي او) د ګډو ځواکونو لوی درستیز اناتولي سېدروف وویل، په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د غړو شمېر ۶،۵۰۰ ته رسېدلی چې یوازې ۴،۰۰۰ یې د تاجکستان د پولې په اوږدو کې د بدخشان، کندوز او تخار په ولایتونو کې ځای پر ځای دي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي دغه څرګندونې رد کړې او و یې ویل، هېڅوک باید افغانستان بدنام نه‌کړي. متقي زیاته کړه، د افغانستان په هره سیمه کې چې داعش وسلوال سر پورته کوي له منځه وړل کېږي.

XS
SM
MD
LG