عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پخوانيو قبايلی سيمو د ټاکنيز بهير جاج اخیستل شوی دی.
په اسلام اباد کې نيول شوي د پښتون تحفظ موومېنټ په ۳۷ غړيو کې تر شلو زيات د سېشنبه په ورځ عدالت ته حاضر کړل شو.
په پاکستان کې د جولای پر ۲۵مه نېټه کېدونکيو انتخاباتو لپاره اميدوارانو د نامزدګۍ پاڼې جمع کړي دي او انتخاباتي کميشن د جون ۲۸ مه د کاغذونو د بېرته اخيستلو لپاره حتمي نېټه اعلان کړې ده.
په سوات کې ملا فضل الله د خپلې واکمنۍ پر مهال خلک ډېر ریات ځورولي وو. په دوی کې د ملالې یوسفزۍ پلار ضیالدین یوسفزی او یو قامي مشر زاهدخان هم شامل دي. دواړو سره د مشال راډیو همکار د ملافضل الله پر مړینه خبرې کړې دي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې نن د خېبر پښتونخوا د انتخابي منظرنامې جاج اخستل شوی دی.
د امريکا او شمالي کوريا مشرانو د سېشنبې پر ورځ په سنګاپور کې يو تاريخي ملاقات وکړ او د يوې مسودې په لاسلیکولو سره يې د شمالي کوريا د غير جوهري کولو هوډ څرګند شو.
د امريکا ولمسشر د شمالي کوريا له مشر سره ترخبرو اترو وروسته ويلي چې د کوريا په ټاپووزمه کې به د غير اټومي کېدو بهیر ډېر ژر پیل شي.
د جنوبي وزيرستان انتظاميې د پاکستان قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې په ټوله سيمه کې پر هرډول غونډو بندېز لګولی دی.
د مرکې مېلمنه په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره د فعالې غير حکومتي ادارې عورت فاونډېشن مشره صايمه منير ده.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ولسمشر له خوا د جاري شوي ارډينېنس په اړه د راپورته شويو پوښتنو د ځوابولو کوشش شوی دی.
سلګونه کسانو د یکشنبې یا اتوار پر ماخستن تر هغې وروسته اورلوبه او جشن وکړ چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم د مې پر ۲۷مه په صوبه کې د قبایلي سیمو د ورګډولو مسوده منظوره کړه. خلکو د شپې له باب خیبره د پېښور تر فلای اوور پورې لاریون وکړ.
د بلوچستان وزيراعلی او اپوزيشن مشر به د دوشنبې پر ورځ د صوبې د نګران وزيراعلی پر نوم د سلا کېدو لپاره ملاقات کوي.
د خیبر د جمرود اوسېدونکي وايي، حکومتي نرخنامې نه عملي کېږي چې له کبله یې دوی د روژې لپاره شیان نشي اخیستای. دوی وايي، د خوراکي توکو معیار هم ښه نه دی. خو د بیو څار کمېټۍ یو غړی وايي، هر دوکاندار چې شیان ګران خرڅوي، انتظامیې ته یې سپاري. ویډیويي رپورټ.
کله چې د خېبر پښتونخوا د قانون وزير امتياز شاه د فاټا اصلاحاتو بل مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کړه نو د جميعت علما اسلام غړيو يې په مخالفت کې نعرې و وهلې او احتجاج يې وکړ.
د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اونۍ په پاکستان کې پر رسنیو د بندیزونو په اړه د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د مدیر نویدحسین سره غږېدلي یو.
د هند په اګرې کې تاج محل د مینې یادګار بلل کېږي ځکه چې دا مغل پاچا شاهجهان د خپلې ښځې ممتاز محل په یاد جوړ کړی وو. پوهان وايي، ککړې هوا د تاج محل مرمر ورژیړ کړي او دېوالونه یې رژېږي. د تاج محل د زیانمنېدو په اړه دا ویډیو وګورئ.
که فرض کړه فاټا پر خېبر پښتونخوا ورګډه کړل شي نو ايا ددې لپاره څه عملي پلان شته هم او که څنګه؟
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د اپوزيشن مشر خورشيد شاه به ډېر ژر د دې هېواد د لنډمهالي وزيراعظم نوم اعلان کړي.
د ملګرو ملتونو د رپورټ جوړونکی شکيل احمد وايي چې په ټول پاکستان کې د غربت کچه ۳۸ فيصده خو په فاټا کې دا کچه ۷۳ فيصده ده.
د پاکستان د موسمياتو ادارې خبرداری ورکړی چې په کراچۍ کې به په راتلونکيو څو ورځو کې سخته ګرمي وي او پر دې مهال د سمندري بادونو د چلېدو امکان کم دی.
نور وښیئ