د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ ګرفتار غړي عدالت ته پېش کړل شول


د پي ټي اېم یوه ګرفتار غړی د بري نښه جوړه کړې
د پي ټي اېم یوه ګرفتار غړی د بري نښه جوړه کړې

دغه کسان شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هغه وخت نيول شوي ول کله چې يې د اسلام اباد پريس کلب مخې ته د واڼه د پېښې په اړه مظاهره کوله.

په واڼه کې د جون پر درېمه نېټه وسله والو طالبانو چې پوځ يې امن کمېټۍ يادوي د پښتون تحفظ موومېنټ پر مشر علي وزير او د هغه پر ملاتړو بريد وکړ چې پکې مرګ ژوبله هم شوې وه.

پوليس وايی چې مظاهرچيانو د رياست ضد نعرې وهلې ځکه يې پر هغوی د ترهګرۍ مقدمه جوړه کړه.

خو پښتون تحفظ موومېنټ دا تور نه مني.

نيول شوي کسان عدالت د ۱۴ ورځو لپاره اډیاله جيل ته واستول چې د وخت تر پوره کېدو وروسته پوليسو نن سېشنبه د اسلام اباد جوډېشل مجسټرېټ عدالت ته وړاندې کړل.

په دې موقع جوړه شوې يوه ويډیو پر ټويټر پاڼه خپره شوې چې پکې ښکاري، نيول شوي کسان له عدالته راوځي او د پوليسو ګاډۍ ته خېژي.

د دوی په لاسونه کې ځولنې (هتکړۍ) دی او پر لږ واټن ولاړ خپلو ملګرو ته د ګوتو په اشارو د بري نښې جوړوي.

که څه هم نيول شويو کسانو ته اجازه نه وه چې له خپلو ملاتړیو سره خبرې وکړې خو يو ځوان نايب خان وايي، دی و توانېدلو چې له هغوی سره خبرې وکړي.

د ده په وينا، هغوی د پښتون تحفظ موومېنټ له خوا تر وړوکې اختر وروسته جلسې مالومات و غوښتل خو ده ورته وويل چې له حکومتي جرګې سره د دوی د خلاصون په بدل کې وروسته د رزمک جلسه وځنډول شوه.

ددې ترڅنګ يې هغه خبر کړل چې د پاکستان په ځېنو برخو کې د دوی د خلاصون لپاره احتجاجونه هم شوي دي.

نايب خان وايي چې نيول شوي يو کس ورته وويل چې دوی د اډياله جېل د سزا په بنديخانه کې ساتل شوي دي او که څه هم ورباندې تشدد نه دی شوی البته ذهني فشار شته.

ټاکل شوې ده چې نيول شوي کسان به د چارشنبې پر ورځ د ترهګرۍ ضد عدالت ته حاضرېږي.

د دغه ۳۷ پښتنو سیاسي فعالانو د پرېښودو ږغ د بخښتې نړیوال سازمان هم کړی وو.

نور ولولئ

بخښنې نړیوال سازمان: د پښتون ژغورنې غورځنګ بندیان ژر پرېږدئ

لورلایي: له اډیاله بندیانو سره پیوستون په انساني ځنځیر

XS
SM
MD
LG