د لاسرسي ځای

تازه خبر

سراج الحق: د څوکیو د وېش په اړه اختلافات به ژر ختم شي


سراج الحق وايي متحده مجلس عمل به زر خپل منځي اختلافات ختم کړي.
سراج الحق وايي متحده مجلس عمل به زر خپل منځي اختلافات ختم کړي.

پراګ ـ په پاکستان کې د جولای پر ۲۵مه نېټه کېدونکيو انتخاباتو لپاره اميدوارانو د نامزدګۍ پاڼې جمع کړي دي او انتخاباتي کميشن د جون ۲۸ مه د کاغذونو د بېرته اخيستلو لپاره حتمي نېټه اعلان کړې ده.

د پاکستان په مختلفو سياسي ګوندونو کې د قامي او صوبايي اسمبليو د څوکيو لپاره د کاندیدانو پر سر اختلافات ول خو بالاخره پارټيانې د رسمي اميدوارانو د نومونو پر اعلانولو وتوانېدل.

البته متحده مجلس عمل هغه يوازېنی اتحاد دی چې پکې شامل ګوندونو يې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې خپل خپل اميدواران درولي دي.

جماعت اسلامي او جميعت علمای اسلام فضل الرحمن ډله د دې اتحاد دوه مهم ګوندونه دي چې دواړو ته زيات ولسي ملاتړ په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترلاسه دی.

په پېښور کې مېشت خبريال کاشف الدين چې پر مذهبي ګوندونو ژور نظر ساتي، وايی چې متحده مجلس عمل چې د چوکيو د وېش لپاره د ۲۰۱۳ انتخاباتو کې د اخیستل شويو ووټونو معيار ټاکل شوی دی.

دده په وينا ددې فارمولې له مخې د ۲۰۱۳ م ټولټاکنو په اساس په باجوړ، مومندو او خېبر کې جماعت اسلامي زياتې رايې ترلاسه کړې وې خو جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډله کوشش کوي چې له دې سيمو څخه يوه يوه چوکۍ دوی ته ورکړل شي.

دا شان په پېښور، مردان، بونير، دير، ملاکنډ او سوات کې هم پر ځينو چوکيو باندې اختلافات موجود دي.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د يکشنبې پر ورځ مشال راديو ته وويل چې د انتخاباتو په اړه په هرګوند کې اختلافات وي خو دوی چې د څوکيو د وېش په اړه کوم طریقه کار جوړ کړی د هغه له مخې به شته اختلافونه له منځه یوړل شي.

نوموړي زياته کړه چې په پنجاب او سيند کې پر ټولو چوکيو فيصله شوې ده خو يوازې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې لس پنځلس فيصده څوکۍ داسې دي چې د هغو د فيصله د متحده مجلس عمل مرکزي بورډ ته سپارل شوې ده او دوی به په دې اړه ډېر ژر غونډه وکړي.

سراج الحق زياته کړه چې د جون تر ۲۸مې به د څوکيو پر سر رامنځ ته شوې لانجې حل شي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن له اعلان سره سم، د قامي او صوبايی اسمبليو امېدواران د جون تر ۲۸مې پورې د نامزدګۍ درخواستونه بېرته اخیستلای شي او له دې وروسته به د امېدوارانو حتمي فهرست اعلانېږي.

XS
SM
MD
LG