د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: په کوريايي ټاپووزمه کې له جنګي لوبې راوځو


د ټرمپ او کیم تاریخي کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د ټرمپ او کیم تاریخي کتنه

د امريکا او شمالي کوريا مشرانو د سېشنبې پر ورځ په سنګاپور کې يو تاريخي ملاقات وکړ او د يوې مسودې په لاسلیکولو سره يې د شمالي کوريا د غير جوهري کولو هوډ څرګند شو.

که څه هم ډونلډ ټرمپ او کم جونګ ان ترمنځ مخامخ خبرو ۴۵ منټه دوام وکړ خو د دواړه مشران له تېرو درېو مياشتو راهیسې د خپلو چارواکيو په وسيله په تماس کې ول.

په لاسليک شوې مسوده کې ولمسشر ټرمپ شمالي کوريا ته د امنيت ضمانت ورکولو ژمنه وکړه او کم جونګ اون بيا د کوريا ټاپووزمې په بشپړه توګه د غير جوهري کولو هوډ وکړ.

تر ملاقات وروسته له خبريالانو سره د مرکې پر مهال دواړه مشرانو د يوه بل ستاينه وکړه.

​دا د امريکا په تاريخ کې لومړۍ ځل دی چې د دې هېواد یو ولسمشر د شمالي کوريا له مشر سره ملاقات وکړ. تر ليدنې وروسته د امريکا غږ خبريالې ګرېتا وين سستېرين له ولسمشر ټرمپ سره ځانګړې مرکه کړې او له هغه يې د خبرو اترو د مختلفو اړخونو په باب پوښتنې کړې دي.

پوښتنه: د کیم جونګ اون د شخصيت کوم اړخ حیرانه کړې؟


ولسمشر ټرمپ: هغه په ریښتيا هم د ښه شخصيت خاوند دی، دلچسپه سړی دی، ډېر هوښيار او ‌ډېر ښه مرکچي دی. هغه له خپل ولس سره مينه کوي او زما په فکر موږ په خورا ښه تړون پيل وکړ. موږ به شمالي کوريا غير جوهري کوو. دا کار به په سمدستي توګه کېږي او ځينې نور اقدامات به هم کېږي چې پکې د کوريا په جګړه کې د وژل شويو امريکايي عسکرو پاته شوني راوړل هم شامل دي. پاته شوني د ډېرو خلکو لپاره مهم دي. دوی ماته ټيليفونونه کړي دي، خطونه يې راته ليکلي دي چې تاسو به دا کار و نه کړئ؟ او هغه (کیم جونګ اون) دا خبره ومنله. په جنګ کې په زرګونه خلک وژل شوي ول. دا ډېره مهمه ده.


پوښتنه: تاسو د بشري حقونو مسله هم راپورته کړه او د هغه غبرګون څه وو؟


ولسمشر ټرمپ: زموږ ۹۰ فيصده خبرې د غير جوهري کولو په اړه وې خو موږ د بشري حقونو په ګډون نور موضوعات هم و څېړل او د پاته شونو خبره تر ټولو مهمه وه او واقعا دا موږ په مسوده کې هم وليکل.


پوښتنه: لږ که راته د پړدې شاته د شويو خبرو حال راکړئ، ايا هغه ستاسو يا تاسو د هغه لپاره څه ضرب الاجل و ټاکلئ؟


ولسمشر ټرمپ: نه نه، هېڅ ضرب الاجل نه دی ټاکل شوی. موږ له تېرو درې مياشتو راهيسې دا معامله ترله تېروله او موږ د خارجه وزير مايک پومپيو په ګډون د ځېنو استازيو له لارې په تماس کې وو او مايک پومپيو په ریښتيا هم بهترينه کار وکړ. موږ له ډېرې مودې راهيسې دا معامله سنجوله او نن چې کله موږ سره وليدل نو په اول سر کې خبره سيخه روانه شوه. دازما ۲۵ م ساعت دی. زه له تېرو ۲۵ ساعتونو راهيسې نه یم ويد شوی. دا ډېرې اوږدې خبرې وې چې په اړه يې وياړ کوم. اوس يوه پروسه پیلېږي او تاسو پوهېږئ چې دا په جنګ سره پای ته رسېدلی شوه، دا د میلينونو کسانو پر مرګ ختمېدلی شوه، تاسو ته مالومه ده چې د شمالي کوريا د نفوسو شمېر ۲۸ میليونه دی او دا د میلینونو کسانو پر مرګ پای ته رسېدلی شوه خو موږ يې د يو تړون په کولو سره پای ته رسوو.


پوښتنه: زموږ د پوځيانو به څه کېږي، هغوی به لاهم په جنوبي کوريا کې وي؟


ولسمشر ټرمپ: هو دوی به لا هم هلته پاته وي. موږ په دې اړه بېخي خبرې نه دي کړي. موږ به له جنګي لوبې راوځو ځکه پر دې ډېر مالي لګښت راځي. تاسو پوهېږي دا ځکه چې زما په فکر لومړی خو دا ډېر پاروونکی کار دی نو زه غواړم دا وکړم، زما په فکر دوی پر دې خبره ډېر خوشاله دي ځکه چې دا پاروونکی عمل دی خو پر دې پېسې هم ډېرې خرڅېږياو تر څو چې په ښه نيت سره د خبرو اترو لړۍ روانه وي موږ نه غواړو چې داسې وکړو.

نور ولولئ

د ټرمپ او کیم تاریخي کتنه

ټرمپ د امنیت او اون د غیر اټومي کېدو ضمانت ورکړ

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG