د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې تر یوې میاشتې پر غونډو بندېز


فایل فوټو: د جنوبي وزیرستان یوه سیمه
فایل فوټو: د جنوبي وزیرستان یوه سیمه

د جنوبي وزيرستان انتظاميې د پاکستان قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې په ټوله سيمه کې پر هرډول غونډو بندېز لګولی دی.

د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر سهيل احمد خان د شنبې پر ورځ په ضلع کې د قانون ۱۴۴ مې دفعې لګولو په حکمنامه کې ويلي چې هېڅوک تر يوې مياشتې له اجازته پرته غونډه نه شي کولی.

د فاټا په خېبر پښتونخوا د ورګډولو وروسته جنوبي وزيرستان هغه لومړۍ سيمه ده چې ۱۴۴مه دفعه پکې لګېږي.

خو دې ګام د عامو خلکو تر څنګ د جنوبي وزيرستان سياسي ګوندونه زيات اندېښمن کړي دي.

د دوی په وينا چې دا ګام په داسې حال کې اخيستل شوی چې د راتلونکیو ټولټاکنو لپاره انتخابي کمپاين روان دی.

د تحريک انصاف يوه سیمه ایز مشر افسر خان مشال راډیو ته وويل چې پر غونډو د بندېز اقدام به د دوی انتخابي مهم له خنډ سره مخامخ کړي.

د ده په وينا تر يوې مياشتې پورې د ۱۴۴ مې دفعې تر لګولو وروسته به له دوی سره يوازې لس ورځې پاته شي چې انتخاباتي کمپاين وکړای شي او د ده په خبره په دومره لنډ وخت کې مهم چلول ګران کار دی.

هغه زياته کړه که حکومت په جنوبي وزيرستان کې انتخابات کول غواړې نو بيا دې دلته دفعه ۱۴۴مه نه لګوي.

افسر خان پر ټولو سياسي ګوندونو غږ وکړ چې بايد د حکومت د دې اقدام پرضد يوځای شي.

د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر سهيل احمد خان د دوشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل ۱۴۴ مه دفعه يې ځکه لګولې چې په دا وروستيو کې په ترسره شویو غونډو کې له کرکې ډکې وېناګانې او د رياست ضد خبرې شوې وې.

خو د فاټا وکيلانو پخوانۍ اتحاديې مخکني مشر کريم مسود مشال راډیو ته وويل چې د انتخابي هلو ځلو پر مهال د ځايي انتظاميې له خوا پر غونډو بندېز له انتخابي قانون سره په ټکر کې دی.

د ده په خبره جنوبي وزيرستان يوه غريزه سيمه ده او د پاکستان د نورو برخو په مقابل کې دلته انتخاباتي کمپاين چلول ګران کار دی.

هغه زياته کړه ډپټي کمشنر له پکار وو چې د ۱۴۴مې دفعې لګولو له مخه يې انتخاباتي کميشن په اعتماد کې اخيستی وی او د ده په خبره امیدواران دا اقدام په های کورټ کې چيلنجولی هم شي.

برېګېډيير(ريټايرډ) قيوم شير هم يو له هغو کسانو دی چې غواړي په راتلونکيو انتخاباتو کې کانديد شي.

که څه هم نوموړی د ۱۴۴ دفعې له لګېدو ناخبرتيا وښودله البته وايي چې که داسې وي نو دا به د دوی پر انتخابي مهم ناوړه اغېز وکړي.

د ده په وينا اراده لري چې د سېشنبې پر ورځ به له ډپټي کمشنر سره ملاقات وکړي او دا خبره به ورسره راپورته کړي.

البته د جنوبي وزيرستان ډپټی کمشنر سهيل احمد خان وايی چې که هر څوک غونډه کول غواړي نو لومړۍ به له انتظاميې اجازت اخلي.

د ده په وينا ډېر ژر به د سياسي ګوندونو استازي ور وغواړي او له حکومتي نظم و نسق څخه به يې خبر کړي چې که څوک ددې سرغړونه کوي نو د غونډې اجازه به ورنکړي.

د جنوبي وزيرستان انتظاميې ۱۴۴ مه دفعه له هغه وروسته لګولې چې د جون پر دوهمه نېټه په واڼه کې د پښتون تحفظ موومېنټ پر غړيو باندې حکومت پلوه وسله والو طالبانو چې پوځ ورته امن کمېټۍ وايي بريد وکړ.

په حمله کې د پښتون تحفظ موومېنټ څلور غړي وژل شوي او شاوخوا ۳۸ ټپيان وو.

له دې وروسته په واڼه کې حالات کړکېچن شوي ول او حکومت د څو ورځو لپاره ګرځبندېز ولګاوه.

نور ولولئ

سیاسي ګوندونو د وزیرستانیو ځوانانو د غوښتنو ملاتړ کړی

په واڼه کې ګرځبندیز د خوړو کمښت رامنځ ته کړې

د علي وزير کور 'محاصرې' پرضد د پي ټي اېم پرلت

XS
SM
MD
LG