د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د امنیت او اون د غیر اټومي کېدو ضمانت ورکړ


سینګاپور: ډونلډ ټرمپ او کیم جونګ اون روغبړ کوي

د امريکا ولمسشر د شمالي کوريا له مشر سره ترخبرو اترو وروسته ويلي چې د کوريا ټاپووزمه کې به د غير اټومي کېدو بهیر ډېر ژر پیل شي.

دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو امریکايی ولسمشر په خپله واکمنۍ کې د شمالي کوریا له یو مشر سره ولیدل.

ډونلډ ټرمپ له کیم جونګ ان سره خپله لیدنه ډېره کاميابه وبلله.

دواړو مشرانو د سېشنبې پر ورځ (نن) د سنګاپور د سېنټوزا ټاپو په يوه عالي شان هوټل کې تر ۴۵ منټه مخامخ ملاقات وروسته يو ناڅرګنده سند لاسليک کړ.

ولسمشر ټرمپ دا يو ډېر مهم او هراړخیزه مسوده وباله خو له تفصيل ورکولو يې ډډه وکړه البته و یې ویل چې پر دواړو غاړو به یې د پايلو اغېز ولوېږي.

په دې مسوده کې ولمسشر ټرمپ شمالي کوريا ته د امنيت ضمانت ورکولو ژمنه وکړه او کم جنګ ان بيا د کوريا ټاپووزمې په بشپړه توګه د غير جوهري کولو هوډ وکړ.

ښاغلي ټرمپ او جونګ ان په کوريا ټاپو وزمه کې د تل پاتې او سولييز رژيم جوړولو هوډ کړی او د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۳ ترمنځ کلونو کې د کوريايي جګړې پر مهال د نيول شويو او لادرکه کړل شويو کسانو خپلو کورونو ته د لېږدولو ژمنه کړې ده.

په پیل کې، ډونلد ټرمپ او کیم جونګ اون له یو بل سره روغبړ وکړ او بیا وروسته یوازې دوی دوو خبرې پیل کړې.

د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره تر ۴۵ منټه غونډې وروسته وویل چې له اټومي وسلو د کوريايې ټاپووزمې پاکولو پر سر خبرې به يوه لويه لاسته راوړنه وي. د دواړو مشرانو ترمنځ د ملاقات هدف د کوریا ټاپووزمې غیر اټومي کول او د پیانګ یانګ د اټومي پروګرام بندول دي.

د دواړو مشرانو دا سرمشریزه د سنګاپور په یوه تفریحي ټاپو سینتوزا کې ده.

له ملاقاته وروسته خبریالانو له امریکايي ولسمشره وپوښتل چې له دې تاریخي لیدنې پس څه احساس کوي؟ هغه په ځواب کې وویل: ''زه زښته خوښ یم. موږ به یو ډېر مهم بحث او زما په خیال یوه لویه بریا ولرو.''

ولسمشر ټرمپ وویل خبرې به دوام وکړي او اټکل کوي چې له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپووزمې پاکولو په اړه روانو مذاکراتو کې به لوی پرمختګ وشي.

د دواړو مشرانو ترمنځ د ملاقات په شورو کې د شمالي کوريا مشر کیم جونګ اون وويل: ''دا اسانه نه وه چې موږ دې ځای ته را ورسوو. زړو تګلارو او حسدونو زموږ د پر مخ تللو په لار کې خنډونه اچول خو موږ دغه ټول راکم کړل او نن موږ دلته يو.''

د دې لیدنې په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا او شمالي کوریا سرمشریزه مهمه بللې او هیله یې ښودلې چې دغه ډیپلوماتیکې هڅې په شمالي کوریا کې د بشري وضعیت د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

انتونیو ګویتېرس د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دواړه مشران باید د دې هڅې لپاره وستایل شي: "زه باور لرم چې دغه سرمشریزه یوه ډېره مهمه موضوع ده. زما په باور دواړه مشران باید د دې جرت لپاره چې پرېکړه یې وکړه چې دغه سرمشریزه پر مخ بوزي وستایل شي. دوی یوه داسې هدف ته د رسېدو لپاره رغوونکو مذاکراتو کې ښکېل شول چې زموږ ټولو لپاره حیاتي ده، هغه یوه سوله‎ییزه منل شوې او له اټمي وسلې پاکه شمالي کوریا ده. نو زه باوري یم چې دا یوه ډېره مهمه موضوع ده او زه دواړو مشرانو ته د دې جرئت له کبله مبارکي وایم."

ګویټرس زیاته کړه، د ملګرو ملتونو اداره د دغه بهیر ملاتړته چمتو ده.

نور ولولئ

د ټرمپ او اون سرمشریزې وروستۍ تیاري روانه ده

ټرمپ: شمالي کوریا ښه اقتصادي راتلونکې لرلی شي

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG