په پاکستان کې د جولايی پر ۲۵ مه نېټه د کېدونکيو ټولټاکنو لپاره کمپاين پیل شوی دی او ګوندونو د خپلو اميدورانو فهرستونه ته حتمي بڼه ورکړې ده.
اميدورانو له انتخابي کميشن سره د نامزدګۍ کاغذان هم جمع کړي دي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې نن د خېبر پښتونخوا د انتخابي منظرنامې جاج اخستل شوی دی چې ګوندونو د کانديدانو په ټاکلو کې له شفافيته کار اخيستی دی او کوم کوم ګوندونه له يو بل سره په ممکنه توګه انتخابي اتحادونو کولی شي.؟
مېلمانه په پېښور د مشال راډیو خبريال خالد خان او د جيو ټيليويژن د پېښور څانګې مشر محمود جان بابر دي.
-
عبدالحی کاکړ
عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی.