د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو رپورټ فاټا د پاکستان تر ټولو غريبه سيمه ياده کړې


په پاکستان کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې يو اېن ډي پي په خپل رپورټ کې پنجاب د بشري پرمختيا د درجه بندۍ له پلوه ډېر ښه او بلوچستان او فاټا يې ډېر ښکته بللي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې د ۲۰۱۷م کال په دې رپورټ کې خپل ټول پام ځوانانو او په پاکستان کې انساني پرمختګ ته ګرځولی دی.

د ګڼ اړخيزه بشري پرمختيا په درجه بندۍ کې تر ټولو ښه پنجاب او تر ټولو ښکته بلوچستان او فاټا دي.
شکيل احمد

د يواېن ډي پي رپورټ د پاکستان د بشري پرمختګ په اړه د صوبو او د وفاق تر انتظام لاندې سيمو جاج اخیستی دی.

د يواېن ډي پي د پاکستان څانګې مرستيال مشر او د رپورټ جوړونکي شکيل احمد د يکشنبې په شپه مشال راډیو ته وويل چې د ګڼ اړخيزه بشري پرمختيا په درجه بندۍ کې تر ټولو ښه پنجاب او تر ټولو ښکته بلوچستان او فاټا دي.

دده په وينا، په ټول پاکستان کې د غربت کچه ۳۸ فيصده خو په فاټا کې دا کچه ۷۳ فيصده ده.

نوموړي زياته کړه چې تر ټولو کم غربت په پنجاب کې دی او د درجه بندۍ په حساب دويم سيند، دريم خېبر پښتونخوا او څلورم بلوچستان راځي.

په رپورټ کې د هغو ضلعو جاج هم اخيستل شوی دی چې د بشري پرمختيا د درجه بندۍ له پلوه ډېرې ښکته دي.

په دې کې دوې په سيند او څلور په بلوچستان کې دي.

ښه خبره دا ده چې۹۰ فيصده هلکان او ۵۵ نجونه اراده لري چې په راتلونکيو ټولټاکنو کې رايې ورکړي.
شکيل احمد

په رپورټ کې د پاکستان داسې ۱۰ ضلعې ښودل شوې چې پکې د بشري پرمختيا اشاريه ډېره ښه ده او په دې کې څلور په خېبر پښتونخوا، درې په پنجاب، دوې په سيند او يوه په بلوچستان کې ده.

د يواېن ډي پي په رپورټ کې ویل شوي چې په جنوبي اسيا کې له افغانستان وروسته تر ټولو زيات ځوانان په پاکستان کې دي.

شکيل احمد وايي چې په پاکستان کې ۶۴ فيصده داسې ځوانان دي چې عمرونو يې تر ۳۰ کلونو کم دي.

د شکيل احمد په وينا په راتلوکيو انتخاباتو کې د ځوانانو د ووټ ورکولو په اړه د يو اېن ډي پی په رپورټ کې ويل شوي چې د سياست او سياستوالانو په اړه خپور شوی منفي تاثر هغه ځوانان له انتخابي عمل څخه ليري ساتي چې غواړي د ۲۰۱۸ م کال په ټولټاکنو کې رايي ورکړي.

په رپورټ کې ويل شوي چې يوازې ۲۴ فيصده ځوانان پر سياستووالانو اعتماد کوي خو د شکيل احمد په وينا ښه خبره دا ده چې۹۰ فيصده هلکان او ۵۵ نجونه اراده لري چې په راتلونکيو انتخاباتو کې رايې ورکړي.

په پاکستان کې هرکال ۴۰ لاکه ځوانان د نوکريو قابله کېږي نو په دې حساب به دغه هېواد په راتلونکيو پنځو کلونو کې د ۴۵ لاکه نوکريانو امکانات برابروي.
يو اېن ډي پي

د ملګرو ملتنو رپورټ وايي چې په پاکستان کې هرکال ۴۰ لاکه ځوانان د نوکريو قابله کېږي نو په دې حساب به دغه هېواد په راتلونکيو پنځو کلونو کې د ۴۵ لاکه نوکريانو امکانات برابروي.

له سکول څخه د بهر ماشومانو د شمېر په اړه يو اېن ډي پی وايي چې په پاکستان کې د ماشومانو په سکولونو کې د داخلو شرح په سلو کې صفر اشاريه ۹۲ دي نو د رپورټ په خبره که دا شرح په هم دې رفتار روانه وي نو ۶۰ کلونو به لګېږي چې په پاکستان کې له ښوونځيو څخه د دباندې ماشومانو شرح صفر شي.

XS
SM
MD
LG