د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان موسمیاتو ادارې کراچۍ کې د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړی


د کراچۍ سمندرغاړه کې خلک د ګرمۍ نه ځانونه ژغوري
د کراچۍ سمندرغاړه کې خلک د ګرمۍ نه ځانونه ژغوري

پراګ ـ د پاکستان د موسمياتو ادارې خبرداری ورکړی چې په کراچۍ کې به په راتلونکيو څو ورځو کې سخته ګرمي وي او پر دې مهال د سمندري بادونو د چلېدو امکان کم دی.

ادارې د يکشنبې پر ورځ پر خپله ويب پاڼه ليکلي چې په کراچۍ کې به په راتلونکيو څلورو پنځو ورځو کې درجه حرارت زيات وي او د تودوښې لوړه درجه به ښايي د ۴۰ او ۴۳ سېنټي ګرېډه په منځ کې وي.

د موسمياتو ادارې يو چارواکي محمد رياض د يکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې پر کراچۍ او د سيند په نورو سيمو کې د تودوښې څپې راغلي دي او د ګرمو بادونو له وجې د سمندر ساړه بادونه چلېدل درېدلي دي.

د کراچۍ چارواکيو هسپتالونو ته په بېړني حالاتو کې د تيار اوسېدو حکم ورکړی دی. په کراچۍ او سيند کې د ۲۰۱۵ م کال د جون په مياشت کې تودښې څپې له کبله شاوخوا ۱۲۰۰ کسان مړه شوي ول.

که څه هم ګرمۍ ټول خلک اغېزمن کړي خو په ځانګړې توګه مزدوران او له کورنو د باندې کارکوونکي يې زيات تنګ کړي دي.

د کراچۍ يوه اوسېدونکي محمد وقاص د يکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې ګرمي بېخي زياته شوې چې له کبله يې د پښتون میشتو سيمو خلک زيات تنګ دي. د نوموړي په وينا، يوطرف ته ګرمي ده او بل خوا ته په ۲۴ ساعتونو کې يوازې څلور يا پنځه ساعته بجلی وي او اوبه په شاوخوا شل ورځو کې يو ځل په نلونو کې راځي. دده په وينا، د شنبې پر ورځ د دوی په ګاونډ کې يو ۱۵ کلن هلک د ګرمۍ له کبله بې هوشه شوی وو.

د موسمياتو ادارې چارواکی محمد رياض وايي، د ګرمۍ له وجې هغه خلک ډېر په تکليف کې دي چې له کورونو دباندې کارونه کوي. نوموړی مشوره ورکوي چې هغوی بايد خپل کارونه سهار وختي پيل کړي او بيا يې وختي ختم کړي او د دې ترڅنګ له لمر څخه د ځان ژغورلو لپاره دې خولۍ پر سر کوي.

XS
SM
MD
LG