د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د نګران وزیر اعلی ټاکلو لپاره هلې ځلې روانې دي


د بلوچستان اسمبلي به هم خپله اییني موده د مې په ۳۱ مه پوره کړي.
د بلوچستان اسمبلي به هم خپله اییني موده د مې په ۳۱ مه پوره کړي.

پراګ ـ د بلوچستان وزيراعلی او اپوزيشن مشر به د دوشنبې پر ورځ د صوبې د نګران وزيراعلی پر نوم د سلا کېدو لپاره ملاقات کوي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر عبدالرحيم زيارتوال د یکشنبې په ماښام مشال راډیو ته وويل چې د صوبې وزيراعلی عبدالقدوس بزنجو اسلام اباد ته تللی نو ځکه د اتوار پر ورځ ملاقات و نه شو خو دده په وينا چې دوی به ښايي د ګل پر ورځ سره و ويني او پر يوه نوم به سره د سلاکېدو هڅه وکړي.

نوموړي وويل چې په لومړي ملاقات کې دواړو اته اته نومونه يو بل ته ورکړي ول.

دده په خبره د اپوزيشن له خوا د جهانګير اشرف قاضي، اسلم بوتاني، ډاکټر مالک کاسي، منور خان مندوخيل، عبدالسلام، فتح خان خجک، علي احمد کرد او غوث بخش باروزی نومونه ورکړل شوي ول.

حکومت د سيف الله مګسي، پرنس علي احمد، مير علاوالدين مري، حسين بخش بنګزی، نوابزاده امين الله ريسانی، پرنس موسی جان، کامران مرتضی اېډوکېټ او د داود خان اڅکزي نومونه د نګران وزيراعلی لپاره وړاندې کړي دي.

عبدالرحيم زياتوال زياته کړه، هڅه کوي چې يو داسې کس نګران وزيراعلی و نوموي چې غېر جانبداره وي او په ټولټاکنو کې لاس وهنه و نکړي.

البته نوموړي وويل چې پر يوه نوم په سلا کېدو کې خنډ ويني.

هغه وويل چې که دوی دواړه په يوه کس سره سلا نه شول نو بيا به دا کار يوې کمېټې ته سپارل کېږي.

دده په خبره د اپوزيشن او حکومت شپږ کسېزه پارلېماني کمېټۍ ته به دواړه غاړې دوه دوه نومونه ورکوي او هغه به پکې يو د وزيراعلی په توګه نوموي او که کمېټۍ هم يوې نتيجې ته و نه رسېده نو بيا به اليکشن کميشن په ورکړل شويو نومونو کې يو کس د نګران وزير اعلی په توګه ټاکي.

په پاکستان کې قامي او صوبايي اسمبليانې د مې پر ۳۱ مه نېټه خپله اييني موده پوره کوي او د نګران حکومتونو لپاره د وزيراعظم او اپوزيشن مشر او دا ډول په صوبو کې د وزيراعلی او اپوزيشن مشرانو تر منځ په يوه نوم سره د سلا کېدو په اړه ليدنې لاهم دوام لري.

د پاکستان ټولټاکنې به د روان کال د جولايي پر ۲۵ مه نېټه کېږي.

XS
SM
MD
LG