د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د قبایلي اصلاحاتو مسوده منظور کړه


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د فاټا اصلاحاتو قانوني مسوده په اکثريت سره منظوره کړې ده.

په قانون کې فاټا او پاټا په خېبر پښتونخوا ورګډ کړل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ دغه ځانګړې غونډه د اتوار پر ورځ د فاټا اصلاحاتو د بل منظورولو لپاره رابلل شوې وه.

غونډه به د ماسپښن په دوې بجې پېلېدله خو د اسمبلۍ دباندې د جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې، ځينو ملکانو او مشرانو له خوا د احتجاج له وجې لږ ناوخته پیل شوه.

زه له مولانا صيب څخه پوښتنه کوم چې په دې صوبه کې سم قانون دی او ښه ژوند دی نو تاسو ولې بيا قبايلي سيمې په صوبه نه راګډوئ.؟
پرويز خټک

د مظاهرې ویناوالو ویل چې قانوني مسوده منظورۍ ته نه پرېږدي.

پر دې مهال د تاوتریخوالي پېښې هم وشوې او ځېنو کسانو په پولیسو کاڼي و ورول چې په غبرګون کې يې پولیسو انسو ګېس استعمال کړ.

کله چې د خېبر پښتونخوا د قانون وزير امتياز شاه د فاټا اصلاحاتو بل مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کړه نو د جميعت علما اسلام غړيو يې په مخالفت کې نعرې و وهلې او احتجاج يې وکړ.

وروسته د اسمبليو ټولو غړيو په اکثريت سره بل منظور کړ.

د بل په حق کې ۸۷ او مخالفت کې اوه رايې ورکړل شوې.

پر دې موقع د خېبر پښتونخوا وزيراعلی پروېز خټک په خپله وينا کې د جميعت علما اسلام پر مشر مولانا فضل الرحمن غږ وکړ چې بايد مخالفت پرېږدي.

نوموړي وويل،

((د مولانا صيب خپل څه اعتراضونه دي او د هغه خپل يو سوچ دی خو زموږ په فکر یوازېنۍ لاره د فاټا په صوبه ګډېدل دي. دا ځکه چې موږ يو خلک يو او زه له مولانا صيب څخه پوښتنه کوم چې په دې صوبه کې سم قانون دی او ښه ژوند دی نو تاسو ولې بيا دوی په صوبه نه ګډوئ.؟ که چېرته سبا له دوی ته په قانون کې څه مسيله راپېښه شوه نو اول به زه او تاسو د دوی لپاره غږ پورته کوو. زه مولانا صيب ته خواست کوم چې پر دې خبره سوچ وکړي دا ځکه چې دا دټولو د ژوند او د مستقبل سوال دی.))

د قانون تر وړاندې کېدو له مخه د خېبر پښتنونخوا اسمبلۍ مخکې د تاوتریخوالي پېښې هم وشوې او ځېنو کسانو په پولیسو کاڼي و ورول چې په غبرګون کې پولیسو انسو ګېس استعمال کړ.

د فاټا اصلاحاتو په دې قانون کې د خېبر پښتونخوا تر انتظام لاندې قبايلي سيمې ياني پاټا هم په صوبه کې ضم کړل شوې دي او پر هغو به ټېکس لګېږي.

په اسمبلۍ کې د پاټا د سيمو غړيو ددې سخت مخالفت وکړ.

خپله پرويز خټک هم وویل چې د فاټا اصلاحاتو په اړه چې له ده سره څومره ملاقاتونه شوي دي په هغو کې د صوبې تر انتظام لاندي سيمو له سره ذکر نه وو.

((زما چې څومره ملاقاتونه شوي دي په هغو کې يو ځای هم د صوبې تر انتظام لاندو قبايلي سيمو یاني پاټا د ضم کولو خبره نه وه. زه حېران شوم چې کله هغه ورځ قانون وړاندې شو او راته مالومه شوه چې دوی پکې دا اضافي نکته اچولې چې پاټا به هم ضم کېږي او ټېسکونه به لګېږي. له هغې ورځې راهيسې موږ پر مرکزي حکومت فشار اچوو چې داسې نشي کېدای. دوی بيا راسره و منله چې تر پنځو کلونو پورې به ټېکس نه لګوي او پنځه کاله وروسته به هم دا موده غځول کېږي. زه ضمانت درکوم چې هيڅ يو حکومت به جرات و نکړي چې ټېکسونه ولګوي.))

لسګونه کسانو د قبایلي اصلاحاتو ضد مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

لسګونه کسانو د قبایلي اصلاحاتو ضد مظاهره کړې

د پاکستان قامي اسمبلۍ د مې پر ۲۴ مه او سېنېټ پر ۲۵ مې د فاټا اصلاحاتو قانون منظور کړی.

خو جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډله او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ددې قانون مخالفت کوي او دريځ لري چې بايد په دې اړه د قبايلي سيمو د خلکو د نظر مالوملو لپاره رېفرنډم وشي.

اصلاحات به د قبایلي سیمو مسلې هوارې کړي که نه؟

فاټا په خیبر پښتونخوا د ورګډولو منظوري

سېنېټ هم د فاټا په خیبر پښتونخوا د ورګډولو بل ومانه

XS
SM
MD
LG