عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د جمهوريت او ازاديو په اړه یوې امريکا مېشتې غير سرکاري ادارې [فريډم هاوس] په خپل تازه رپورټ کې وايي، له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې په نړيواله کچه جمهوريت پر شاتګ کړی دی.
په پاکستان کې د سياسي حقونو او شهري ازاديو تر څنګ خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې، فعاليتونه او محدويتونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو.
لاهم د لورلايي پولیس تاڼه د ارمان لوڼي د وژنې پلټنو لومړی راپور (اېف ای ار) نه کاږي. بلخوا د وکیلانو اتحادیې ویلي چې د ارمان لوڼي د وژنې پلټنو لپاره د یوه پارلېماني کمیشن غوښتنه کړې.
د غورځنګ یوه غړي او مخکښ ډاکتر عبدالحي وزیر مشال راډیو ته وویل، مشر منظور پښتین، محسن داوړ او نور مخکښان کلا سیف الله ته رسېدلي دي.
دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبرپښتونخوا د سوداګرو اتحاديې مشر زاهد شنواري او په جلال اباد کې مدني فعال ډاکټر اسدالله خالېز سره څېړل شوې ده.
د غورځنګ ملاتړي د خپل يو مشر عالمزيب مسود تر نيول کېدو وروسته د جنورۍ له ۲۴ مه د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې پرلت وهلی دی.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند چارواکي، د پخواني وزیراعظم نواز شریف د صحي وضعې په اړه اندېښنې ښيي خو حکومتي چارواکي بیا وايي، د نوموړي صحي وضع ښه ده.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان اقتصادي بحران او ګراني په اړه بحث شوی دی.
نقيب مسود په ۲۰۱۸ز کال کې په کراچۍ کې وژل شوی وو او هم په دې ښار کې پښتون ژغورنې غورځنګ یې لومړی تلین ولمانځه.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير وايي د ورکو بلوڅانو د ستونزې د هوارولو لپاره نوی حکومت ډېر جدي دی. ضيا لانګو دا څرګندونې د جنورۍ پر ۲۰مه، له مشال راډیو سره
هاشم وايي چې پر کومو موضوعاتو يې کار کړی هغه له مسلکي او د وړتيا له پلوه ځايي خبريالان هم کولی شي خو د ده په خبره، د پاکستان رسنۍ پر ځېنو
په اروپا کې مېشتو پښتنو د وزيرستاني ځوان نقيب مسود د لومړي تلين د لمانځنې پر مهال د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې د هغه په وژنه کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.
رخشنده ناز وايي، د صوبې په مختلفو دفترونو او تعليمي ادارو کې د جنسي ځورونو پېښې کېږي خو د ټولنې د فشار او ددې ترڅنګ د محتسب ادارې د نه شتون له وجې نه ثبتدلې.
د جنورۍ پر اوومه د بېنومه او جعلي بانکي حسابونو مقدمې د اورېدنې پر وخت چیف جسټس میا ثاقب نثار د احتساب قامي ادارې (نیب) ته امر وکړ چې تازه پلټنې دې پیل او په دوو میاشتو کې دې
د مشال تر رڼا لاندې بحث مېلمانه په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي ډاکټر حېدر علي او د پېپلزپارټۍ د خېبر پښتونخوا مرستيال مشر اخوندزاده چټان دي.
عمران خان د جنوري پر لومړۍ نېټه پر خپله ټويټرپاڼه د نوي کال په پېغام کې دا هم ويلي چې له ۲۰۱۹م کاله به د پاکستان يو زرين دور پېل شي.
دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په لندن کې مېشت خبريال سميع يوسفزي او په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ پخوانی افسر برېګېډيير سيد نذير سره څېړل شوې دي.
د لومړني فهرست خپرېدو وروسته به د قبايلي ضلعو خلقو ته د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر درېيمې نېټې پورې وخت ورکړل شي چې د حلقه بنديو په اړه خپل اعتراضونه او سپارښتنې جمع کړي.
د بلوچستان نېشنل پارټۍ او د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره فعاله تنظيم وايي چې شاوخوا ۲۰۰ لادرکه کسان کورونو ته ستانه شوي خو پردې مهال ۶۰۰ نور کسان لادرکه کړل شوي هم دي.
ولې حکومت د پخوانۍ فاټا د خېبرپښتونخوا په انتظامي چوکاټ کې د ورګډولو لپاره پر کمېټۍ کمېټۍ جوړوي.؟
نور وښیئ