د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارمان لوڼی د زړه حرکت درېدو له وجې ومړ: بلوچستان کورنیو چارو وزیر


ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی وو
ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړی وو

پراګ - د بلوچستان کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو دعوه کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محمد ابراهیم ارمان لوڼی د پولیسو د تشدد له وجې نه بلکې د زړه حرکت بندېدو له کبله مړ شوی دی.

دا خبره نوموړي د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وکړه.

دا په شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې لومړی ځل دی چې د بلوچستان حکومت د لوڼي د مړینې په اړه غبرګون ښودلی.

لانګو وویل، د لورالايي پولیس د فبرورۍ پر دویمه ځکه ورغلي ول چې د غورځنګ ملاتړو او غړو د ۱۴۴مې دفعې خلاف ورزي کوله:

"په لورالايي کې د قانون ۱۴۴مه دفعه نافذه وه او دې کسانو یې سرغړونه کوله نو ځکه پولیس ورغلل. ځايي پولیسو ما ته خپل ابتدايي رپورټ رااستولی دی او ویلي یې دي چې ارمان لوڼی د زړه له دورې مړ شوی. په لورالايي کې تر مړینې وروسته د طبي معاینې (پوسټ مارټم) رپورټ وايي چې د هغه پر بدن د تشدد نښې هم نشته. خو موږ د دې پېښې تفصیلي تحقیقات کوو او تر حتمي رپورټ وروسته به پکې ککړو کسانو ته سزا ورکوو."

خو د غورځنګ غړو او د پېښې عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل، لوڼی د فبرورۍ د دویمې پر ماښام پولیسو د ټوپک په کونداغ پر مغزي وواهه چې له کبله یې هغه ژوبل شو او بیا په روغتون کې ومړ.

نوموړی په بوري کې تر څلور ورځنۍ درنې یا ناستې ختمېدو وروسته له ملګرو سره روان وو چې په لاره ورته پولیس ولاړ ول او دی یې ونیوه.

له ارمان لوڼي سره په دغه وخت موجود قیوم اتمانخیل مشال راډیو ته د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:

"په لاره راته ایس پي (د پولیسو لوړپوړی مشر) ولاړ وو چې ورسره ګڼ پولیسان ول او سپینو جامو کې ورسره د نورو ریاستي ادارو اهلکار هم موجود ول. کاغذونه ورسره ول، ارمان ته یې ګوته ونیوله او و یې ویل چې دغه دی. پولیس والا د مشین په بټ (کونداغ) ارمان په څټ وواهه، هغه په سړک ولوېد، موږ ورته غږونه وکړل چې ارمانه څه درباندې وشو خو هغه خبرې نه شوې کولای. بیا مو په موټر کې هسپتال ته یوړه خو هغه وفات شوی وو."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې ارمان لوڼي د پولیس د تشدد پر مهال ژوند له لاسه ورکړ.

د لوڼي نېږدې ملګری او عیني شاهد محب شیراز د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، تر پېښې وروسته، د بوري تاڼې ته ورغلل او غوښتل یې چې رپورټ ولیکي خو پولیسو تر اوسه دا کار نه دی کړی.

دی وايي، د لوڼي له جسد سره یو ځای یې درې ګېنټې د تاڼې مخې ته احتجاج هم وکړ خو چا یې فریاد نه دی اورېدلی.

په عین وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوچستان څانګې مشرانو ویلي چې د لوڼي جنازه د اتوار پر ماښام د هغه په پلرني ښار کلا سیف الله کې کوي او هم هلته یې خاورو ته سپاري.

د شیراز په خبره، د کوټې په سېول روغتون کې د لوڼي د جسد طبي معاینه شوې او اوس یې کلا سیف الله ته روان کړی.

دی زیاتوي، د قافلې رفتار ورو دی او ګڼ خلک ورسره ملګري دي نو ځکه ښايي جنازه وځنډېږي.

ورسره د لوڼي د جنازې لپاره د پاکستان له پښتون مېشته سیمو څخه بېلا بېلې قافلې د کلا سیف الله پر لوري روانې دي.

د غورځنګ یوه غړي او مخکښ ډاکتر عبدالحي وزیر مشال راډیو ته وویل، مشر منظور پښتین، محسن داوړ او نور مخکښان کلا سیف الله ته رسېدلي دي.

خو د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو وايي، د ګډوډۍ د خطر مخنیوي په موخه یې صوبې ته د پښتین پر داخلېدو بندیز لګولی.

د لوڼي په مړینه احتجاجونه شوي

د لوڼي د وژنې په غبرګون په سوات، پېښور، ډېره اسماعیل خان، ژوب، کوټې، جلال اباد او کابل کې یو شمېر غونډې او مظاهرې شوې دي.

په مینګوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو پلویانو د هغه د وژنې ضد احتجاج کړی او د پلټنو غوښتنه یې کړې.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر دویمه، شپې مهال په پېښور کې هم مظاهره شوې.

په جلال اباد او کونړ کې د لوڼي غایبانه جنازې وشوې او په کابل کې یې هم د وژنې پر ضد غونډه شوې.

لوڼی څوک وو؟

محمد ابراهیم ارمان د وړانګې لوڼۍ ورور وو او د کوټې په ډګري کالج کې د پښتو ژبې استاد وو.

ارمان او وړانګه دواړو د پښتون ژغورنې غورځنګ په هلو ځلو او جلسو کې د ګډون لپاره د هېواد د بېلا بېلو سېمو سفرونه کړي.

ارمان لوڼي د دې غورځنګ له جوړیدو راهیسې پکې فعاله ونډه درلوده.

نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند فعال غړی وو.

وړانګه لوڼۍ: ارمان ته معلومه وه چې په مبارزه کې مرګ شته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

تر دې مخکې، د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ، امریکا غږ ډیوه راډیو ته په استولي ویډیويي بیان کې ویلي دي چې دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې داسې یو کار کېږي.

نوموړې وايي، له ۷۰ کلونو راهیسې په هغه هېواد کې د وژنو دا ډول پېښې کېږي.

لوڼۍ په خبرو کې وویل چې ورور یې "د دې خاورې د بقا لپاره سر ورکړ."

دې وویل، د غورځنګ د مشر منظور پښتین چې هره لار وټاکي ورباندې به عمل کوي.

وړانګې لوڼۍ پښتنو ته پیغام ورکړ چې هېڅ ډول تاوتریخوالی دې نه کوي او د عدم تشدد د لار پابند دې اوسي.

د وړانګې لوڼۍ ویډیويي پیغام

په لورالايي کې د پښتون د ژغورنې غورځنګ یو مشر اېډووکېټ صادق خان علیزی وايي، د خالي پر ماښام دوی خپله څلور ورځنۍ درنا یا پرلت ختم کړ خو تر دې وړاندې هم څو وارې پولیسو په زور د دوی د احتجاج ختمولو هڅه وکړه.

نوموړی وايي: "موږ دا مطالبه کوو چې اېف ای ار دې وشي او په دې کې ککړ کسان دې ګرفتار کړل شي. په هغوي دې په یوه هفته کې دننه مقدمه وچلول شي او سزا دې ورکړل شي. موږ د خپلو مشرانو سره په رابطه کې یو. ځايي قبایلي او سیاسي مشران به هم راغونډیږي او بیا به مشوره کوو. باقي کسان معلوم دي چې په دغه موقع د پولیس کوم اهلکاران موجود وو نو هغوي دا کار کړی دی."

پښتون ژغورنې غورځنګ په لورالايي کې دا پرلت د جنورۍ پر ۲۹مه هلته د پولیسو د مشر پر دفتر د هغه برید پرضد پیل کړی وو چې نهه کسان پکې وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي ول.

د برید ذمه واري بیا تحریک طالبان منلې وه.

د هغه برید ضد پرلت والو غوښتنه کوله چې د دې برید حقایق دې معلوم او په ډاګه کړل شي او په اینده کې د ترهګر بریدونو د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړل شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    عبدالحی کاکړ

    عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی.

XS
SM
MD
LG