د لاسرسي ځای

تازه خبر

سياسي بې یقيني د تحريک انصاف حکومت په دوام کې خنډ اچولی شي؟


له هغه وروسته چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د پېپلزپارټۍ مشران اصف علي زرداري، بلاول بوټو زرداري او سېند صوبې وزيراعلی سيد مراد علي شاه ترڅنګ يوشمېر نور په لسګونو کسان له هېواد د بهر وتونکو کسانو د کنټرول فهرست ته واچول په دې هېواد کې سياسي تاوتريخوالی نور هم زيات شوی.

حکومت دا اقدام د سپریم کورټ له خوا د جعلي بانکي حسابونو په اړه د جوړې شوې ګډې پلټنيزې کمېټۍ د رپورټ پر اساس اخېستی وو.

له دې وروسته داسې هلې ځلې ولېدل شوې چې ګواکې مرکزي حکومت په سېند صوبه کې دپېپلزپارټۍ حکومت د بدلولو کوشش کوي.

خو پېپلزګوند دې ته سخت غبرګون وښودلی.

له دې پرته د اپوزېشن لوی ګوند مسلم لېګ نواز ډله وار له مخه شکايت کوي چې د تحريک انصاف حکومت د احتساب په نوم له دوی انتقام اخلي او کوشش کوي چې په سياسي توګه يې غلي کړي.

هم له دې سره سره نور اپوزيشن ګوندونه د تحريک انصاف پر حکومتتور پورې کوي چې غواړې په ايين کې شوی اتلسم ترمېم ختم کړي.

دغو ګڼ اړخېزو اختلافاتو په هېواد کې يو ډول سياسي بې یقيني رامنځ ته کړې ده

ايا تحريک انصاف په رښتيا هم دغسې کوي او دغه شته حالات خپله د واکمن ګوند د اقتدار د دوام په مخ کې خنډ جوړېدلی شي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي ډاکټر حېدر علي او د پېپلزپارټۍ د خېبر پښتونخوا مرستيال مشر اخوندزاده چټان سره څېړل شوې دي.

سياسي بې یقيني د تحريک انصاف حکومت په دوام کې خنډ اچولی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG