د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې سیاسي حقونونه او ولسي ازادي کمزورې شوې؟


د پي ټي اېم پلویان د بنو تاڼې په حوالات کې.
د پي ټي اېم پلویان د بنو تاڼې په حوالات کې.

د جمهوريت او ازاديو په اړه یوې امريکا مېشتې غير سرکاري ادارې [فريډم هاوس] په خپل تازه رپورټ کې وايي، له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې په نړيواله کچه جمهوريت پر شاتګ کړی دی.

ادارې د فبرورۍ پر پنځمه د ۲۰۱۸ م کال په خپل خپاره شوي رپورټ کې د پاکستان په ګډون ۶۸ داسې هېوادونه ياد کړي چې پکې سياسي حقونو او شهري ازادۍ کمزوري شوي دي.

فريډيم هاوس د حقونو په اړه واشنګټن مېشته غير-سرکاري اداره ده چې ځان په نړۍ کې د جمهوريت او ازاديو په اړه يو شفافه ږغ ګڼي.

دې ادارې په کلنۍ رپورټ کې د سياسي حقونو او شهري ازاديو په برخه کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو جاج اخيستی دی.

په پاکستان کې روايتي جمهوريت پرځای دی خو په دې هېواد کې هغه جمهوريت نه شته چې پکې د خلکو سياسي او شهري حقونه خوندي وي.

رپورټ وايي چې په ۶۸ هېوادونو کې سياسي حقونه او ولسي ازادۍ کمزورې شوې خو په ۵۰ نورو هېوادونو کې يې وضعيت بيا ښه شوی دی.

په راپور کې پر روس، ايران، ازربايجان، هنګري، سربيا او د منځنۍ اسيا پر هغو هېوادونو نيوکې شوې چې وضعيت يې د ۱۳ م کال لپاره هم د نړيوال جمهوريت په کمزورولو کې مرسته کړې ده.

د پاکستان ذکر په هغو ۶۸ هېوادونو کې شوی چې پکې سياسي حقونه او ولسي ازادۍ کمزورې شوې دي.

د پاکستان په سېنټ کې اپوزيشن مشر راجه ظفرالحق فکر کوي چې په دې هېواد کې جمهوريت پر شاتګ نه دی کړی البته دده په وینا د عمران خان په مشرۍ د حکومت کارکردګي ښه نه ده.

هغه زياته کړه: ''جمهوريټ پر شا تګ نه کوي خو زما په فکر جمهوريت بايد په بهتره انداز پر مخ يوړل شي چې داسې نه وي چې پاکستانيان ځينې مايوسه شي او نورو قوتونو ته هم موقع په لاس ورشي چې وګورئ سياستوالان يې نشي چلولای. په اوسني حکومت کې په پارلمان کې قانون سازي نه کېږي نو ځکه خو زه اندېښمن یم چې د موجوده حکومت کار کارکردګي کمزورې ده.''

خو په سېنټ کې د واکمن تحريک انصاف غړی سېنېټر فدا محمد وايي چې په پاکستان کې جمهوريت په غوړېدو دی.

دده په وينا، په لومړي ځل نوي کسان په حکومکت کې راغلي او په پارلمان کې نوې څهرې تر سترګو کېږي.

د سياسي چارو پوه قريش خټک د فريډم هاوس رپورټ ته په پام سره وايي چې په پاکستان کې د جمهوريت په اړه په ځينو برخو کې پرمختګ او په ځينو کې شاتګ شوی دی.

د ده په وينا که يوې خوا ته له ۲۰۰۸ م کال راهیسې منتخبه حکومتونو د واک خپلې اييني مودې پوره کړي او په پرله پسې توګه انتخابات پر وخت شوي دي خو د ده په وينا بل لور ته پر ميډيا، عدليه، سياسي ګوندونو او نورو ادارو د پوځ اثر و نفوذ زيات شوی دی.

هغه زياته کړه چې په پاکستان کې روايتي جمهوريت پرځای دی خو په دې هېواد کې هغه جمهوريت نه شته چې پکې د خلکو سياسي او شهري حقونه خوندي وي.

XS
SM
MD
LG