د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ: د نقيب مسود وژونکی دې سزا شي


په کراچۍ کې د نقيب مسود لومړي تلين غوڼده کې سلګونه کسانو ګډون وکړ
په کراچۍ کې د نقيب مسود لومړي تلين غوڼده کې سلګونه کسانو ګډون وکړ

پراګ - پښتون تحفظ موومېنټ د جنورۍ پر ۲۰مه، په کراچۍ کې د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود د لومړي تلين لمانځلو پر مهال د هغه قاتلينو ته د سزا غوښتنه کړې ده.

نقيب مسود په ۲۰۱۸ز کال کې په کراچۍ کې وژل شوی وو او هم په دې ښار کې پښتون ژغورنې غورځنګ یې لومړی تلین ولمانځه.

په دې لړ کې په سهراب ګوټ کې جلسه وشوه چې پکې په زرګونو کسانو ګډون وکړ.

د پښتون تحفظ موومېنټ تر جوړېدو وروسته هغو ادارو ته څرګنډه پيغام ورکړل شوی دی چې پښتون نور د کرايې د قاتل او تښتونولپاره استعمالېدو ته نه پرېږدو.
علي وزير

په غونډه کې د ګډون لپاره له کوټې، پېښور، وزيرستان او د پښتونخوا صوبې له بېلا بېلو سيمو خلک ورغلي ول.

پر سټېج د نقيب مسود لوی تصويرونه ځوړند ول او د جلسې ګډونوالو یې هم انځورونه نیولي ول.

د لادرکه کسانو خپلوان هم جلسې ته ورغلي ول او په لاسو کې يې د ورکو کسانو عسکونه ول.

غونډې ته د پښتون تحفظ غورځنګ يوشمېر مشرانو ويناګانې وکړې.

دوی نه يوازې د نقيب مسود تورنو قاتلينو ته د سزا په نه ورکولو خپګان وښود بلکې په پاکستان يې د پښتنو پر مځکه د ترهګرۍ د روانې څپې پر بېلابېلا اړخونو رڼا واچوله.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازي علي وزير د وينا پر مهال تور پورې کړ چې کوشش کېږي چې د نقيب مسود په قتل کې تورن پوليس افسر راو انوار له سزا بچ کړل شي.

هغه په کراچۍ کې د پښتنو پر وضعيت هم خبرې وکړي او وې ویل چې د پښتنو پر خاوره نا امني او بې وزلي پښتانه مجبوره کړي دي کراچۍ ته کډه شي.

خو علي وزير زياته کړه چې د پښتون تحفظ موومېنټ تر جوړېدو وروسته اوس هغو ادارو ته څرګنډه پيغام ورکړل شوی دی چې پښتون نور د کرايې د قاتل او تښتونو لپاره استعمالېدو ته نه پرېږدي.

پر سټېج د نقيب مسود لوی تصويرونه ځوړند ول او د جلسې ګډونوالو یې هم انځورونه نیولي ول.
پر سټېج د نقيب مسود لوی تصويرونه ځوړند ول او د جلسې ګډونوالو یې هم انځورونه نیولي ول.

غونډې ته د وينا پر مهال د پښتون تحفظ موومېنټ د کراچۍ يو مشر مکرم خان يوسفزي غوښتنه وکړه چې نقيب مسود په قتل کې لاس لرونکي افسر ته دې سزا ورکړل شي.

هغه وويل: "موږ دا غوښتنه کوو چې راو انوار دې د ايين او قانون مطابق پهانسۍ شي چې بيا بل کوم افسر بې ګناه انسانان قتل نه کړي."

نقيب مسود د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر شپږمه په کراچۍ کې ورک شو.

د جنورۍ پر ۱۳مه، د پوليسو افسر راو انوار وويل چې هغه له تحريک طالبان سره د تړاو درلودلو په تور له پوليسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوی دی.

خو وروسته ګډې حکومتي پلټنيزې ډلې هغه بې ګناه ورګرځاوه او پر راو انور یې تور پورې کړ چې د نقيب مسود د وژلو امر يې کړی دی.

د راو انوار پرضد مقدمه درج شوه چې وروسته هغه ځان پوليسو ته و سپاره او په کور کې نظر بنده کړل شو.

د راو انوار پرضد مقدمه درج شوه چې وروسته هغه ځان پوليسو ته و سپاره او په کور کې نظر بنده کړل شو.

خو وروسته د کراچۍ يو عدالت راو انوار په ضمانت خوشی کړ.

پوليس افسر راو انوار د نقيب مسود په وژنه کې له لاس درلودلو انکار کوي.

XS
SM
MD
LG