د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف څومره ناروغه دی؟


نواز شریف د العزیزیه فولادو کارخانې په قضیه کې زنداني دی
نواز شریف د العزیزیه فولادو کارخانې په قضیه کې زنداني دی

پراګ ـ د پاکستان د درې ځله وزيراعظم پاتې شوي، نوازشريف د روغتيايي حالت په اړه د پنجاب حکومت او اپوزيشن ګوند مسلم ليګ ترمنځ د لفظونو جګړه شديده شوې ده.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند چارواکي، د پخواني وزیراعظم نواز شریف د صحي وضعې په اړه اندېښنې ښيي.

د پنجاب حکومت ادعا کوي چې د مسلم ليګ رهبر نوازشريف روغتيايي حالت ښه دی خو بيا يې هم په دې اړه د ډاکټرانو يوه نوې ډلې جوړه کړې ده.

نوازشريف چې دا وخت د لاهور په کوټ لکپت جېل دی، د خراب روغتيايی حالت په اړه يې له تېرو دوو اوونيو راهيسې په مطبوعاتو کې راپورونه خپرېږي خو د هغه لور مريم نواز پر ټوېټر پاڼه پرله پسې دا تورونه لګوي چې د پنجاب حکومت د نوازشريف د صحت په اړه دوی په تياره کې ساتي.

خپله د نوازشريف شخصي ډاکټر عدنان خان هم پر ټوېټر پاڼه پر حکومت تور پورې کوي چې د هغه د روغتيا په اړه د لاهور د زړه ناروغيو روغتون پاکستان انېسټيتيوټ اف کارډيالوجي له خوا ورکړل شوي رپورټونه نتيجې پټوي.

خو پنجاب حکومت د جنورۍ پر ۲۶مه د نوازشريف د صحت د جاج اخېستو لپاره د ډاکټرانو يوه بله ډله جوړه کړه.

د پنجاب وزير انصار مجيد خان نيازي د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وويل چې د نوازشريف روغتيايی حالت ښه دی او ډاکټرانو وار له مخه د هغه معاينات کړي چې پکې د هغه صحت سم ياد شوی دی.

تر دې وړاندې هم حکومت د ډاکټرانو دوه ډلې جوړې کړې وې چې هغوي په خپلو رپورټونو کې ويلي ول چې د نوازشريف صحت ښه نه دی.

په سېنټ کې د اپوزيشن ليډر او د مسلم ليګ (ن) يو مشر راجا ظفرالحق وويل چې نوازشريف سخت ناروغه دی، د هغه زړه پړسوب کړی او د زړه رګونه يې هم سخت او کش شوي دي.

نوموړي زياته کړه، دوی غوښتنه کوي چې نوازشريف دې د سم علاج لپاره له زندانه روغتون ته منتقل کړل شي.

راجا ظفرالحق پر حکومت تور پورې کړی چې له نوازشريفه انتقام اخلي خو د پنجاب وزير انصار مجيد نيازي ډاډ ورکوي چې که نوازشريف روغتون ته منتقل کېدل غواړي نود حکومت او ګوند مشران به د دې جاج واخلي او حتمي فیصله به وکړي.

نوازشريف ته عدالت د العزيزيه سټيلو کارخانې په اړه په مقدمه کې د اووه کلونو سزا اورولې ده.

XS
SM
MD
LG